د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۳۵ افغان کډوال دغه هېواد ته د ننوتلو پر مهال د «استرانجا» په سرحدي سیمه کې درول شوي او نیول شوي دي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه کسان د سېشنبې په ورځ (۲۷ اسد) د سرحدي پولیسو له خوا د یوه «مینیبس» دننه پېژندل شوي دي.
د دغو کډوالو د ناقانونه لېږد په تړاو، چې هېڅ یوه یې له ځان سره د پېژندنې اسناد نه لرل، د شمالي مقدونیې یو ۲۲ کلن موټرچلوونکی هم نیول شوی دی.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې نیول شوي ټول ۳۵ کسان نارینه دي او ځانونه یې د افغانستان اتباع معرفي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې سخت سیاستونه پلي کړي او په تېرو دوو کلونو کې یې له طالبانو سره د کډوالو د جبري ایستلو په اړه خبرې هم پیل کړې دي.
خو په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ د پراخېدو او د طالبانو له خوا د ټولنې د ځینو قشرونو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله، اروپا ته د افغان وګړو کډوالۍ لا هم دوام لري.
بلغاریا د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د ننوتلو له دروازو څخه یوه بلل کېږي. هر کال زرګونه کډوال د اسیا او افریقا له هېوادونو هڅه کوي چې د ترکیې له لارې بلغاریا او له هغه ځایه د اروپا نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.
