د افغانستان درې وګړي د ایران په شمال کې د مازندران ولایت د بابلسر ښار په ساحلي اوبو کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.
د بابلسر د ژغورنې او غوڅونې ډلې مشر مهدي حبیباللهپور مهر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه د جمعې ماښام (د وږي ۶مه) رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، څلور افغان وګړي د لامبو وهلو لپاره سمندر ته داخل شوي وو، خو یو تن یې د خپل فزیکي وضعیت له امله له نورو درېیو کسانو وروسته پاتې شوی و.
هغه زیاته کړې، دغه کس وروسته پوه شوی چې ملګري یې په سیمه کې نشته. نوموړی له اوبو تر راوتلو وروسته د ژغورنې ډلې ته خبر ورکړی دی.
د حبیباللهپور په خبره، تر اوسه د دوو مړو شویو کسانو جسدونه موندل شوي او د قانوني مراحلو د ترسره کولو لپاره سړې خونې ته انتقال شوي دي.
نوموړي ویلي، د درېیم مړي د موندلو لپاره د پلټنې عملیات لا هم دوام لري.
