په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد زدران وايي، د عبدالله هاتف د وژنې په تړاو، چې د بشیر هاتف زوی و، دوه شکمن کسان نیول شوي دي.
«حریت راډیو» چې له طالبانو سره تړلې رسنۍ ده، د زدران له قوله راپور ورکړی چې د عبدالله هاتف جسد څو ورځې وړاندې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې موندل شوی دی.
زدران زیاته کړې چې د دغه ځوان جسد د عدلي طب (قانوني طب) لپاره ورلېږل شوی، خو د معاینې پایلې لا تر اوسه نه دي معلومې.
د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي: «عبدالله هاتف له خپلو څو ملګرو سره د تفریح لپاره بهر تللی و او وروسته یې جسد وموندل شو.»
د هغه په وینا، د دغه ځوان د وژنې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي او څېړنې روانې دي.
عبدالله هاتف د بشیر هاتف زوی و. بشیر هاتف خبریال او د «خبریالانو د اړیکو او روزنې مرکز» مسؤل دی، چې تېر کال طالبانو په کابل کې نیولی و. نوموړی د طالبانو د نظام پر ضد د تبلیغ په تور تورن او په یو کال بند محکوم شوی و. هغه د روان لمریز کال د اسد میاشتې په لومړیو کې له بګرام زندان څخه خوشې شو.
د عبدالله هاتف مرموز مړینه پرون د خبرونو سرټکی شوه، خو د هاتف کورنۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. لا هم څرګنده نه ده چې د دغه ځوان مړینه د هغه د پلار له مسلکي سابقې سره کوم تړاو لري او که نه.
