د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه

Oplus_131072

د ایران او امریکا ترمنځ پوځي نښته یو ځل بیا پیل شوې ده. نن سهار وختي (دوشنبه، د وږي ۹مه) امریکايي ځواکونو د ایران په سوېل کې پر یوې ټاپو او ایراني ځواکونو په اردن کې د امریکا پر یوې پوځي اډې برید کړی دی.

حسین محبي، د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو مسوول، وايي چې امریکايي ځواکونو د ایران په سوېل کې پر لارک ټاپو برید کړی، چې له امله یې یو شمېر پوځي کسان او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په ایکس کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د «نږدې او سمدستي ګواښونو» د له منځه وړلو لپاره یې د ایران د سپاه پاسداران هغه کښتۍ په نښه کړې دي چې د سمندري ماینونو د اېښودلو لپاره کارول کېږي.

په دې اعلامیه کې د لارک ټاپو یادونه نه ده شوې، خو «اکسیوس» خبري اژانس د امریکايي امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې سنتکام پر لارک ټاپو کې پر دوو توغندیو ویشتونکو برید کړی دی.

د سپاه پاسداران عامه اړیکو ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لارک ټاپو پر وړاندې د امریکا د برید په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا دوه پوځي اډې په نښه کړې دي.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي چې په اردن کې یې د «ملک حسین» او «ازرق» پر پوځي اډو د برید پر مهال د امریکا تخنیکي او ترمیماتي تاسیسات او د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو سیمې په نښه کړې، چې د دوی په وینا، درانه زیانونه یې اړولي دي.

په همدې حال کې، اردن د خپل هوايي حریم د نقض خبر ورکړی، خو ویلي یې دي چې له ایران څخه توغول شوي اته توغندي یې شنډ او له منځه وړي دي.

د اردن پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد دفاعي سیستمونو نن سهار هغه اته توغندي رهګیري کړي چې د اردن هوايي حریم ته ننوتي وو.

د ایران او امریکا ترمنځ دا تازه نښته په داسې حال کې رامنځته شوې چې په تېرو څو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ متقابل پوځي نښته نه وه شوې. ایران هڅه کوله چې د هرمز تنګی تر خپل کنټرول لاندې راولي، په داسې حال کې چې امریکا پر ایران د سمندري محاصرې د ساتلو او د لا ډېرو اقتصادي بندیزونو پر لګولو تمرکز کاوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته