د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر لارک ټاپو د امریکا برید د ایران د ملي حاکمیت سرغړونه بللې او د ایراني ځواکونو متقابل بریدونه یې مشروع دفاع ګڼلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې امریکا د «اسلامي جمهوریت ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په نقضولو» سره د لارک ټاپو پر ځینو برخو برید کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، په دې برید کې «څو» نظامیان او یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي او عامه او شخصي شتمنیو ته هم زیانونه اوښتي دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د ایران وسلهوالو ځواکونو د «مشروع دفاع د ذاتي حق» له مخې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد به «هر ډول پوځي تېري ته په قاطع ډول ځواب ورکړي».
بلخوا، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې د یوه نږدې ګواښ د مخنیوي لپاره یې هغه ایراني مایناچوونکي کښتۍ په نښه کړې دي چې د هرمز تنګي امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی و.
همداراز، امریکايي چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې د ایران په جنوب کې د لارک ټاپو دوه توغندي ویشتونکي دستګاوې هم په نښه شوې دي.
