نورستان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په منډول ولسوالۍ کې یو کس د نا پېژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی.
سرچینه وایي، دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه د وږي ۸) مازیګر مهال د منډول ولسوالۍ په «انیش» کلي کې را منځته شوې.
سرچینې ویلي، دا کس عام وګړی و او له هېچا سره یې دښمني نه درلوده.
سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوي کس د هویت او د پېښې د را منځته کېدو د لامل او څرنګوالي په تړاو نور جزیات نه دي ترلاسه شوي.
تر اوسه د دې پېښې په تړاو نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د نورو برخو ترڅنګ نورستان ولایت کې هم د جنایي پېښو ګراف لوړ شوی چې ځایي خلک یې د پېښو د عاملینو پر وړاندې د طالبانو د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري د جدي چلن نه ترسره کول یادوي.
