د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي

Oplus_131072

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا غوښتي چې د افغانستان پر کانونو پانګونه وکړي.

متقي له امریکايي ورځپاڼې «فایننشال ټایمز» سره په یوه مرکه کې، چې نن (دوشنبه، د وږي ۹مه) خپره شوې، ویلي چې طالبانو په اقتصادي برخه کې د «پرانیستو دروازو» سیاست غوره کړی دی.

امیرخان متقي د طالبانو او امریکا د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «افغانستان د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې د امریکا د پانګونې هرکلی کوي.»

هغه زیاته کړې چې د طالبانو او امریکا اړیکې «باید د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې له دریڅې ونه ارزول شي، بلکې د راتلونکو همکاریو پر بنسټ باید وکتل شي.»

خو متقي روښانه کړې نه ده چې ایا طالبانو په مستقیم ډول سپینې ماڼۍ ته د افغانستان پر کانونو د امریکا د پانګونې وړاندیز کړی که نه.

فایننشال ټایمز لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د نږدې اړیکو د جوړولو «لږه لېوالتیا» ښودلې او وړاندیز یې کړی چې د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه دې بېرته د امریکا تر کنټرول لاندې ورکړل شي؛ خو طالبانو دا وړاندیز څو ځله رد کړی دی.

متقي ویلي چې په افغانستان کې ټولې پوځي او ملکي تاسیسات، د بګرام هوايي اډې په ګډون، د افغانستان ملي شتمنۍ دي. هغه په بدل کې له سپینې ماڼۍ غوښتي چې په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیزي.

د امریکا او د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ترسره شوو ځمکپوهنیزو څېړنو ښودلې چې د افغانستان د مسو، اوسپنې، نیوبیوم، کوبالټ، سرو زرو او لیتیم په ګډون د معدني سرچینو ارزښت، چې د څو لسیزو جګړو له امله تر ډېره همداسې پاتې شوې دي، شاوخوا یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د بهرنیو پانګونو پر وړاندې د «پرانیستو دروازو» د سیاست له اعلان سره، د ځینو طبیعي سرچینو د استخراج بهیر پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د سرو زرو او کرومایټ د استخراج لپاره له چینايي او ایراني شرکتونو سره د څه باندې اووه میلیارد ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته