ننګرهار او لغمان ته د پاکستاني درملو قاچاق پراخ شوی

د ننګرهار او لغمان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې له پاکستان سره د ټولو ټرانزیټي لارو له تړل کېدو سره سره لاهم ټيټ ‌کیفیته او جعلي درمل له پاکستانه په قاچاقي ډول د تورخم، مومندرې، ګوشتې او یو شمېر لارو افغانستان ته راوړل کېږي.

کم کیفیته درمل په قاچاقي توګه هېواد ته واردېږي

د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی امرالله وایي، د طالبانو له بندېزونو سره لاهم په دغه ولايت کې د بې کيفيته درملو قاچاق کېږي.

د هغه په وینا، چې د پاکستان په خاوره کې د بې کيفيته درملو د جوړېدو لويې فابريکې موجودې دي چې، درمل یې د ډيورنډ پر پولې يې په بېلابېلو لارو په قاچاقي ډول ننګرهار او بیا د هېواد نورو بازارونو ته وړل کېږي.

امرالله زیاتوي: «دا یو کال کېږي چې تورخم لاره له پاکستان سره بنده خو قاچاق نه دی درېدلی په خاص ډول د درملو قاچاق لاهم کېږي، نازیان، دور بابا، مومندرۍ، ګوشته او هسکې مېنې ولسوالۍ چې سرحد سره نږدې ولسوالۍ دي؛ د قاچاق خپلې لارې لري او دا درمل د طالبانو په همکارۍ قاچاق کوي.»

 د جلال اباد ښار اوسیدونکی ذکي الله وايي، چې په جلال اباد کې اوس هم د قاچاقي درملو بازار تود دی او په درملتونونو کېد در ملو بیې یو له یو بل سره توپیر لري.

هغه پر طالبانو نیوکه کوي او په دې باور دی، چې له پخوا زیات اوس هم بازار سل په سلو کې نه‌دى کنټرول شوى او هېواد ته درمل پر قاچاقي بڼه را وړل کیږي.

د نوموړي په وینا، د درملو قاچاق یوه ځانګړې مافیایي ډله کوي، چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم په کې شامل دي او همدا لامل دی چې پر بېلابېلو لارو په پراخه کچه پاکستاني درمل په قاچاقي ډول افغانستان ته واردېږي.

نوموړی د نمونې په ډول (Mylanta، Cafcol، Ibuprofen،Paracetamol) او ګڼ شمېر نور هغه پاکستاني درمل دي چې په پاکستان کې تولېدېږي او د ننګرهار، لغمان او د هېواد په نورو بازارونو کې په اسانۍ ترلاسه او په درملتونونو کې په ازاده توګه پلورل کېږي.

هغه دغه راز نیوکه کوي چې د درملو پر بازار د طالبانو د څار نشتوالی د قاچاقي او ټيټ ‌کیفیته درملو د پلور د زیاتوالي لامل شوی او دې موضوع جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

 ذکي الله زیاته کړه: «د جلال اباد ښار په ټول درملتونونو کې پاکستاني درمل پرېمانه موجود دي، پخواني هم نه دي دا درمل همدا ۲۰۲۶ کال کې په پاکستان کې تولید شوي او بیا پر قاچاقي لارو افغانستان ته راوړل شوي کیفیت یې ه ټیټ او بیه یې لوړه ده خلکو ته یې له ګټې توان ډېر دی.»

نوموړی دغه راز شکایت کوي چې اوسمهال درمل په بېلابېلو درملتونونو کې په متفاوتو بیو پلورل کېږي او په وینا، چې د  درملو د بیو توپیر کله ناکله له ۱۰۰ تر ۳۵۰ افغانیو پورې رسېږي.

د لغمان مرکز مهترلام اوسېدونکی حضرت ولي چې د طب پوهنځي محصل دی وایي، په بازار کې د شته درملو پر کیفیت باور نه لري.

نوموړی ټینګار کوي چې هېڅ داسې ډاډ نه شته چې اخیستل شوي درمل مخکې له خرڅلاوه کنټرول او اغېزمنتیا یې یقیني شوې وي.

 د هغه په خبره، د بې کیفیته او ټیټ کیفیته درملو شتون او د کارونې له امله یې ناروغان د ښه کېدو پر ځای له لا نورو ستونزو سره مخ کېږي.

حضرت ولي زیاتوي: «ټول خلک پوهېږي چې پاکستاني درملو واردېدل بند شوي او داسې کوم تضمین هم نشته چې ګنې اوسني شته درمل دې باکیفیته وي ځکه کنټرولېږي نه او له لابراتواري معایناتو پرته پر قاچاقي لارو راوړل کېږي نو ممکن کیفیت به یې ټیت او د ګټې پر ځای به یې توان زیات وي.»

هغه ادعا کوي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د اغېزناکې څارنې او ارزونې وړتیا نلري، ځکه په بازار کې زورواکي او نفوذ لرونکي کسان واکمن دي.

پاکستاني درملو څه ډول قاچاقي افغانستان ته راوړل کېږي؟

(مستعار نوم) محمد منیب چې په جلال اباد ښار کې درملتون لري هم مني، چې پاکستاني درمل پر قاچاقي لارو د دوی تر درملتونونو رسېږي.

هغه وایي، چې پخوا به د تورخم له لارې پاکستاني درمل په قانوني ډول هېواد ته واردېدل، خو اوس یې بڼه بدله شوې د راستنېدونکو افغان کډوالو په کډو او پر نورو قاچاقي لارو راوړل کېږي.

نوموړی ادعا کوي چې د ډیورنډ ګرښې په اوږدو کې د طالبانو ځایي چارواکي هم په دې بهیر کې لاس لري او له د خپلې فیصدۍ له مخې له معیاري او کنټرول پرته په اسانۍ سره د دغو درملو ته د پرېښودلو اجازه ورکوي.

هغه زیاتوي: «اوس هم پاکستاني درمل پر قاچاقي لارو راوړل کېږي ځکه کوم درمل چې په هېواد دننه تولېدېږي بسنه نه کوي او مجبوره یو، چې پاکستاني درمل په هر ډول وي درملتونونو کې وساتو زیاتره درمل د تازه راستنېدونکو کډوالو په کډو او دغه راز پر نورو قاچاقي لارو له طالبانو سره همغږۍ راوړل کېږي او په هر کارتن درملو کې طالبان خپله برخه پېسې اخلي.»

نوموړی دغه راز وايي، چې افغانستان ته د درملو قاچاق څه نوې خبره نه ده، بلکې اوس د تقاضا په زیاتوالي او د تورخم په ګډون له پاکستان سره د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو له کبله یې د درملو بازار ته په پراخه ډول قاچاقي او ناقانونه درملو کچه پراخه شوې ده: «په بازار کې درمل کم دي تقاضا یې زیاته شوې او هغه درمل چې د تورخم او نورو لارو قاچاقي راوړل کېږي، نسبت بیه یې کمه ده او همدارنګه قاچاقي درمل ګټه هم ډېر کوي ځکه مالیه پرې نه راځي ارزانه تمامېږي، کیفیت یې هم ټیټ دی، ځکه کیفیت یې نه کنټرولېږي.»

له بلې خوا، ډاکټران په دې باور دي هغه درمل چې د کیفیت له ارزونې، د خوندیتوب شرایطو او روغتیايي څارنې پرته بازار ته ننوځي، هېڅ ډاډ نه شته چې اغېزناک، خوندي او د طبي معیارونو سره سم وي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عزیر احمد وایي، که د قاچاقي درملو مخنیوي او د کیفیت برخې ته جدي پام ونه شي، په افغانستان کې د جګړې او نښتو ترڅنګ ښایي یو شمېر خلک د بې کیفیته او قاچاقي درملو د کارولو له امله خپله روغتیا له لاسه ورکړي.

هغه زیاتوي: «هغه درمل چې په قاچاقي ډول هېواد ته راوړل کېږي د درملو کیفیت نه کنټرولېږي او د ساتنې شرایط یې هم د طبي معیارونو سره سم نه دي نو ممکن ناروغانو ته یې د ګټې پر ځای زیان ډېر وي، د عامې روغتیا وزارت ته په کار ده چې بې کیفیته او قاچاقي درملو مخنیوی وکړي له درملتون دې پوښتنه وکړي، چې پاکستاني درمل خو بند دي تا له کومه کړل؟ کیفیت ته یې هم وکتل شي او دغه راز د درملو په برخه کې دې په کور دننه پانګونه زیاته شي.»

طالبانو د قاچاقي درملو د مخنیوي په برخه کې څه کړي؟

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند، نقیب الله رحیمي هغه ادعاوې ردوي، چې ګواکې د تورخم له بندېدو او له پاکستانه د درملو پر وارداتو له بندیز وروسته، د درملو بازار ته په پراخه کچه قاچاقي او ناقانونه درملو مخه کړې.

نوموړی زیاتوي چې د بې کیفیته او قاچاقي پاکستاني درملو را ټولېدو کمېسیون له لوري د تېر یوه کال په موده کې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو له درملتونونو څخه په سلګونه ټنه درمل راټول او سوځولي دي.

رحیمي زیاته کړه: «پاکستاني درملو واردېدل بند دي او هره ورځ زموږ د کمېسیون له لوري د درملتونونو څارنه کېږي، قاچاقي او بې کیفیته درمل ضبط کېږي او دغه راز د قاچاقي درملو مخنیوی شوی او کوم پاکستاني درمل چې په پټه درملتونونو کې پلورل کېږي پخواني دي خو کمېسیون په هیڅ صورت کې د پاکستاني درملو پېر او پلورته اجازه نه ورکوي او په دې برخه کې زموږ اقدامات جدي دي.»

 دمالوماتو له مخې، افغانستان تر دې وړاندې د خپلې اړتیا تر اویا سلنې زیات درمل له پاکستانه واردول خو له تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو له ډېرېدو او د تورخم په ګډون د ټولو ټرانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته طالبانو له پاکستانه پر وادرېدونکو درملو بندیز لګولی او دغه راز طالبانو د پاکستاني درملو پر ځای له هند، بنګله دېش، تاجکستان او ایران څخه د درملو پر واردېدو ټینګار کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته