خوست کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي، چې په دغه ولایت کې ۲۵ درملتونونه، روغتیايي کتنځایونه او نور روغتیايي مرکزونه د اصولو د نه رعایت له امله مهرلاک او تړل شوي دي.
د خوست ولایت لپاره طالب ویاند مستغفر ګربز وايي، چې دغه مرکزونه تېره (دوشنبه، د وږي ١٥ د وږي) د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو لهخوا د خوست ښار او موسیخېل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د څارنې او ارزونې پر مهال تړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، ۱۲ درملتونونه د مسلکي فارمسست د نشتوالي او په داخل کې د ناقانونه تطبیقاتو له امله تړل شوي دي.
همداراز، شپږ د تطبیقاتو خونې، دوه د غاښونو معاینهخانې، یو لابراتوار، درې د OPD معاینې خونې او یو سنتي روغتیايي مرکز د جواز د نشتوالي له امله تړل شوي دي.
ګربز وايي چې د دغې ارزونې پر مهال ۹۷ قلمه بېلابېل تاریختېر درمل هم راټول شوي دي.
د هغه په وینا، د دغو درملو ټول وزن ۴۵ کیلوګرامه و او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتیا ریاست ته انتقال شوي دي.
نوموړی ټینګار کوي چې د عامې روغتیا ریاست اړوند ټیمونه به د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو څارنې ته دوام ورکړي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په خوست کې زیاتره روغتیایي مرکزونه له جواز او مسلکي ډاکترانو پرته فعالیت کوي.
