ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي
د ننګرهار امنیه قومندانۍ لپاره طالب ویاند، سید طیب حماد وایي، پېښه نن (شنبه، ٢١ د وږي) د چپرهار ولسوالۍ په «زغو» کلي کې د ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې ده.
د حماد په وینا، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او نیول شوي کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې چې لامل یې شخصي دښمنۍ، بې روزګاري او د ځمکو پر سر شخړې بلل کېږي.
