د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د ساجد خان په نوم یو ځوان وژلی دی.
په سیمه کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ (پنجشنبه، ۱۹ وږی) د روداتو ولسوالۍ په «کان» سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، ساجد خان په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستون شوی و او تر لسم ټولګي پورې یې زده کړې کړې وې.
سرچینه وایي چې تر اوسه د نوموړي د وژنې انګېزه معلومه نه ده او د پېښې مسوولیت هم کومې ډلې یا کس نه دی منلی.
په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې دا ډول مرموزې وژنې او جینایي پېښې زیاتې شوې چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
