په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې ۱۰ ټنه او ۴۶۳ کیلوګرامه قاچاقي درمل سوځول شوي دي.
دغه دفتر ویلي چې دا درمل چې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړل شوي وو، د تېرو دوو میاشتو پر مهال نیول شوي وو.
د هلمند د طالبانو د والي دفتر په وینا، په دغو درملو کې ۹ زره او ۹۱۷ کیلوګرامه انساني درمل، ۳۳۴ کیلوګرامه حیواني درمل او ۲۱۲ کیلوګرامه پلاسټران شامل وو.
طالبانو له پاکستان څخه د درملو پر واردولو بندیز لګولی دی. له دې سره هممهاله له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو قاچاق لا هم دوام لري. سره له دې چې د افغانستان او پاکستان پوله تېر کال تړل شوې، پاکستاني درمل لا هم د افغانستان په بازارونو کې موندل کېږي.
طالبان همېشه د هېواد په سرحدي سیمو کې د قاچاقي درملو د نیولو خبرونه ورکوي.
د افغانستان د اړتیا وړ درملو لویه برخه وارداتي ده او پاکستان د درملو د واردولو له سرچینو څخه یو و.
طالبانو تېر کال له پاکستان سره د ترینګلتیاوو وروسته له دغه هېواد څخه د درملو واردات منع کړل. دغه بندیز د درملو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی. په همدې حال کې ویل کېږي چې پاکستاني درمل اوس په قاچاقي ډول افغانستان ته واردېږي؛ داسې بهیر چې له څارنې پرته دی او د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کوي.
