کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې په ځنګل کې د اور لګېدو له امله دوه ماشومان مړه او پلار یې ټپي شوی دی.
سرچینه وایي، دغه ماشومان تېره شپه (سهشنبه، د لېندۍ ۳مه) د ناړۍ ولسوالۍ په «دانچګل» سیمه کې مړه شوي دي.
سرچینې ویلي، دغه اور له تېرو درېیو ورځو راهیسې لګېدلی، چې له امله یې شاوخوا لس جریبه ځنګل سوځېدلی دی.
سرچینه زیاتوي، چې اور لا هم په بشپړ ډول نه دی مړ شوی؛ خو د ځایي خلکو په هڅو مهار شوی او د لا پراخېدو مخه یې نیول شوې ده.
په کونړ کې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین هم مني، چې په ځنګل کې د اور لګېدو په پېښه کې دوه ماشومان، چې عمرونه یې نه دي ښودل شوي، مړه او پلار یې ټپي شوی دی.
په همدې حال کې، د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال، امینالله شهاب، ویلي، چې د دغې اورلګېدنې له امله د یوه کیلومتر په اوږدوالي ځنګل سوځېدلی او دا مهال د اور وژنې هڅې روانې دي.
امینالله شهاب د اورلګېدنې لامل د یوه شپانه له لوري د ځان تودولو لپاره د اور بلول یاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم هر کال د اوړي په موسم کې د اورلګېدنې له امله لسګونه هکټاره ځنګل سوځېدلی دی.
