د افغان سیاسي او مدني فعالانو ترمنځ د «باور او پیوستون پر لور» تر سرلیک لاندې د خبرو درېیم پړاو نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۴مه) د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې پیل شو.
ویل شوي، چې د سیاسي ګوندونو، خوځښتونو، مدني شبکو، د تېر حکومت د چارواکو او دیني عالمانو استازي د دې ناستې جوړوونکي دي.
د «افغانستان لپاره ښځې» (WFA) بنسټ د دې ناستې کوربه دی.
دغه بنسټ ویلي، چې د خبرو دا پړاو پر «متقابل باور پیاوړتیا او د افغانستان د راتلونکي لپاره د احتمالي سناریوګانو پر ارزونه» تمرکز لري.
د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ زیاته کړې، چې د دې بهیر له لارې هڅه کوي، د رغنده تعامل د پیاوړتیا او د یوه ټولګډونه، ډیموکراتیک او سولهییز راتلونکي لپاره د ګډې همکارۍ د زمینې د موندلو په برخه کې کار وکړي.
د دې خبرو دوه مخکیني پړاوونه په لندن او اسلاماباد کې ترسره شوي وو.
