د خیبر پښتونخوا د والي سلاکاره ثمر هارون بلور وايي، له افغانستان سره ټولې تړلې لارې او دروازې به تر هغه وخته بندې پاتې وي، څو د هغې په وینا، د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ په اړه خبرې نه وي شوې.
نوموړې وايي، پاکستان نه غواړي د خپل ولس د سرونو په بیه له افغانستان سره سوداګري وکړي او ټینګار کوي چې طالبان باید د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ملاتړ ودروي.
ثمر هارون بلور زیاتوي، د پاکستان امنیتي اندېښنې باید جدي ونیول شي او د طالبانو حکومت باید په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
د هغې په وینا، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستلو موضوع د ترهګرۍ او امنیتي ستونزو له حل سره تړلې ده.
نوموړې دغه څرګندونې له افغان حکومت سره د پاکستان د اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د تړل کېدو په اړه په یوه مرکه کې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لویې سوداګریزې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۲مې وروسته، د دواړو هېوادونو د سرحدي نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو په دوام کې وتړل شوې. د دغو نښتو پر مهال دواړو لورو ته مرګژوبله واوښته او د تورخم، سپین بولدک او یو شمېر نورو سرحدي لارو له لارې سوداګري او تګ راتګ ودرېد.
پاکستان د لارو د تړل کېدو لامل امنیتي اندېښنې او د ټي ټي پي فعالیتونه بولي او ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي؛ خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.
د لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرۍ، ټرانسپورټ او د سرحدي سیمو پر اوسېدونکو هم منفي اغېز کړی دی.
ثمر هارون بلور: له افغانستان سره ټولې لارې تړلې پاتې کېږي
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
