د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو (سپاه پاسداران) اعلان کړی چې د امریکا یوه MQ-1 بېپیلوټه الوتکه د هرمز تنګي پر سر د الوتنې پر مهال د ایران د هوايي دفاعي سیستم له خوا ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.
سپاه پاسداران نن سهار (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بېپیلوټه الوتکه د سپاه د هوافضا ځواکونو د پرمختللي او نوي هوايي دفاعي سیستم په وسیله تعقیب او وروسته له منځه وړل شوې ده.
د ایران وسله وال ځواکونه ادعا کوي چې تر اوسه یې ۵۳ MQ-9 او پنځه MQ-1 امریکايي بېپیلوټه الوتکې تعقیب او نسکورې کړې دي.
خو د امریکا چارواکو یوازې د دوو MQ-1 الوتکو د نسکورېدو او د ۳۰ MQ-9 الوتکو د نسکورېدو یا زیانمنېدو خبره تایید کړې ده.
