د افغانستان ورزشکار علي بلال د درېیم پرلهپسې کال لپاره د بدنجوړونې په «مستر المپیا» سیالیو کې دویم مقام خپل کړ.
د مستر المپیا ۶۲مه دوره د امریکا په لاسوېګاس ښار کې ترسره شوه او علي بلال د «نارینه وو فزیک» په برخه کې سیالي وکړه.
بریتانوی ورزشکار رایان ټیري د څلورم پرلهپسې ځل لپاره د مستر المپیا په سیالیو کې د نارینه وو د فزیک برخې اتل شو.
۳۱ کلن علي بلال تر دې وړاندې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم په دغو سیالیو کې دویم مقام خپل کړی و.
هغه په ۲۰۲۵ کال کې د «ارنولډ کلاسیک» او په ۲۰۲۶ کال کې د «نیویارک پرو» سیالیو لومړی مقام هم ګټلی و.
علي بلال د مستر المپیا له درې پرلهپسې دویم مقامونو سربېره، سږ کال د «پیټرسبرګ پرو» په سیالیو کې هم دویم مقام خپل کړی و.
