اوپنایآی تایید کړې چې د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا وسایلو د چټجيپيټي د کاروونکو انځورونه د شرکت له خبرتیا پرته پر انلاین وېبپاڼو خپاره کړي دي. دا د مصنوعي ځیرکتیا د عاملانو له لوري د ټاکل شویو حدودو څخه د وتلو وروستۍ پېښه ده.
دې شرکت همداراز د «نیویارک ټایمز» راپور تایید کړی چې د اوپنایآی مصنوعي ځیرکتیا وسایلو د امریکا د فدرالي ادارو وېبپاڼو ته لاسرسی موندلی، خو یوازې یې هغه معلومات ترلاسه کړي چې په عامه توګه موجود وو.
د اوپنایآی په وینا، د دې شرکت مصنوعي ځیرکتیا وسایلو د کاروونکو انځورونه په هغو انځورمېشتو وېبپاڼو کې خپاره کړي چې عامه نه وو.
په سانفرانسیسکو کې مېشت دې ټکنالوژۍ شرکت ویلي چې ډېری دغه انځورونه د اړوندو کوربهتوب خدمتونو د شرکتونو په مرسته حذف شوي او د پاتې انځورونو د حذفولو بهیر هم روان دی.
دې شرکت پر اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه خپرونه کې ویلي: «موږ په دې اړه جزئیات خپاره کړي چې زموږ د څېړنیز چاپېریال د مصنوعي ځیرکتیا عاملانو څنګه په ځینو مواردو کې، چې باید داسې یې نه وای کړي، روزنیز او ارزونې معلومات د درېیمګړو خدمتونو له لارې لېږلي دي.»
اوپنایآی ویلي چې یاد انځورونه د هغو کاروونکو له حسابونو ترلاسه شوي وو چې اجازه یې ورکړې وه ترڅو د دوی معلومات د دې شرکت د ماډلونو د ښه کولو لپاره وکارول شي.
د دې شرکت په وینا، معلومات د کارولو تر مخه د محرمیت له یوه فلټر څخه تېر شوي وو او له دې وروسته یې له اصلي کارونکي سره د تړلو امکان نه درلود.
اوپنایآی د فرانسې خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې دا روښانه نه کړه چې ایا په دغو انځورونو کې د پېژندلو وړ کسان یا حساس معلومات موجود وو که نه.
د اوپنایآی د مصنوعي ځیرکتیا عاملانو تر دې وړاندې هم د خپل کنټرول له حدودو بهر فعالیت کړی او د مصنوعي ځیرکتیا ځینو نورو شرکتونو ته یې لاسرسی موندلی و.
اوپنایآی ویلي چې د خپلو مصنوعي ځیرکتیا عاملانو پخواني فعالیتونه څېړي؛ دا بهیر به «میاشتې وخت ونیسي».
د اوپنایآی ویاند فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «تر اوسه چې کوم فعالیتونه مو څېړلي، ډېری یې عادي څېړنیز کارونه وو، لکه د پوښتنو د ځوابولو لپاره د عامه وېب له محتوا څخه لاسرسی. ځینې موارد دولتي وېبپاڼې هم شاملوي، ځکه زموږ ماډلونه ډېری وخت د کره عامه معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره دغو وېبپاڼو ته مراجعه کوي.»
د اوپنایآی اجراییه رییس سم آلتمن د جمعې په ورځ پر اېکس اعتراف وکړ چې «د دغو مواردو په څېړنه او افشا کولو کې مو هغومره چټک عمل نه دی کړی، څومره چې مو غوښتل.»
خو هغه وویل مهمه ده چې د «شفافیت له غوښتنې» او د هغو پراخو معلوماتو د ارزونې ترمنځ، چې باید تحلیل شي، توازن وساتل شي.
اوپنایآی د جولای په ۲۱مه اعلان کړی و چې د همدې میاشتې په ترڅ کې د ترسره شویو ازموینو پر مهال د دې شرکت دوه ماډلونه له خپل تړلي چاپېریال څخه وتلي، په خپلواکه توګه انټرنېټ ته داخل شوي او د «هاګینګ فېس» داخلي سیسټمونو ته یې نفوذ کړی و. هاګینګ فېس د مصنوعي ځیرکتیا د سافټویرونو لپاره یو ډول انلاین کتابتون دی.
دې پېښې پراخ پام ځانته واړاوه او د مصنوعي ځیرکتیا د سترو شرکتونو له لوري د خپلو ماډلونو د کنټرول د وړتیا په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې.
آلتمن د جمعې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هاګینګ فېس ته نفوذ «تر اوسه تر ټولو جدي پېښه ده چې موږ ورسره مخ شوي یو».
له دې وروسته په اوپنایآی او د دې په سیالانو، د «انټروپیک» او «مېټا» په ګډون، کې د ورته نورو مواردو په اړه هم معلومات خپاره شول.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې د اوپنایآی یوه مصنوعي ځیرکتیا عامل د جون په میاشت کې په غیرمجاز ډول د روغتیايي خدمتونو یوه دولتي دروازې ته لاسرسی موندلی و.
هغه همداراز پر دې شرکت د دولتي چارواکو د خبرولو د ځنډ له امله نیوکه وکړه.
