د امریکا د خزانې وزارت وايي چې د ایران د اقتصادي انزوا لپاره، په ځانګړي ډول د ایران د هوايي شرکتونو د فعالیتونو او د ایراني بانکونو د بهرنیو څانګو د محدودولو په برخه کې، پر له ۵۰ ډېرو هېوادونو فشار راوړی دی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت نن (یکشنبه، د تلې ۵مه) په ایکس کې لیکلي چې د ایران پر وړاندې د «اقتصادي انزوا عملیاتو» له پیل وروسته یې هدفمند مالي اقدامات پلي کړي دي.
هغه ویلي چې ډلې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته استول شوې دي، څو له حکومتونو سره خبرې وکړي او له هغوی وغواړي چې د ایران پر وړاندې اقدامات وکړي.
بسنت د والسټریټ ژورنال هغه راپور بیا خپور کړی چې له مخې یې، د امریکا د اقتصادي عملیاتو له پیل وروسته د سیمې ځینو هېوادونو د ایران پر وړاندې اقدامات کړي دي.
د دغه راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت تأیید کړې چې د دې وزارت پلاوي تر اوسه له ۵۰ ډېرو هېوادونو سره لیدنې او خبرې کړې دي او پر حکومتونو یې فشار راوړی چې د ایران پر وړاندې په اقتصادي عملیاتو کې له امریکا سره همکاري وکړي.
د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې مرستیال وزیر، جاناتان برک، په شخصي توګه منځني ختیځ هېوادونو ته سفر کړی دی.
د دې پلاوي له سفر سره هممهاله، ترکیې، عمان، عراق، متحده عربي اماراتو او د قفقاز په سیمه کې آذربایجان او ګرجستان د ایراني الوتکو، چې پکې د «ماهان» هوايي شرکت الوتکې هم شاملې دي، خپل هوايي حریم او هوايي ډګرونه بند کړي دي.
همدارنګه متحده عربي اماراتو، ترکیې او بریتانیا د ایراني بانکونو د بهرنیو څانګو فعالیتونه درولي دي.
سکاټ بسنت په خپل پیغام کې زیاته کړې: «موږ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو» او «لا هم نور اقدامات باید ترسره شي».
