د هرات ـ اسلامقلعه پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند، مسعود حسيني، ویلي چې دا پېښه پرون ماښام شاوخوا ۶:۱۵ بجې (جمعه، د تلې ۳مه) د قدوساباد په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، یو لوکسل موټر چې درې کسان پکې سپاره وو او له هرات څخه د اسلامقلعې پر لور روان و، د ټایر له چاودېدو وروسته له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.
حسیني ویلي چې په دې پېښه کې د موټر چلوونکی او یو بل سپرلی وژل شوي، او درېیم سپرلی ټپي شوی دی.
پرون په نورستان او خوست ولایتونو کې هم د دوو ترافیکي پېښو راپور ورکړل شوی و چې له امله یې درې کسان وژل شوي وو.
