د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۸ میلیونه او ۳۰۰ زره کسانو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
دې ادارې نن (یکشنبه، د تلې ۶مه) اعلان وکړ چې یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۸۲۷ زره او ۶۰ کسانو برېښنايي تذکرې ترلاسه کړې دي.
له دې ډلې ۶۰۰ زره او ۵۴۶ تذکرې نارینهوو او ۲۲۶ زره او ۵۲۴ تذکرې ښځو ته وېشل شوې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې تر ټولو ډېرې برېښنايي تذکرې، ۲۳۲ زره او ۶۹۶، په کابل ولایت کې وېشل شوې دي. له کابل وروسته، هرات د ۷۴ زره او ۱۸۰، ننګرهار د ۷۱ زره او ۸۲۵، کندهار د ۴۷ زره او ۲۶۰ او بلخ د ۳۶ زره او ۲۷۵ تذکرو په وېشلو سره له هغو ولایتونو څخه دي چې خپلو وګړو ته یې تر ټولو ډېرې برېښنايي تذکرې وېشلې دي.
د احصایې ادارې ویلي چې په ټول هېواد کې د «آسانخدمت» او برېښنايي تذکرو د وېش ۸۷ مرکزونه فعال دي. دغه راز د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي ښار کې هم د «آسانخدمت» یو مرکز فعال دی.
