
ښځینه ارایشګرې د بندیزونو او باج اخیستنې ترمنځ Photo source
د تړلو دروازو تر شا ښځینه ارایشګرې څنګه پټ کار کوي؟
د طالبانو له لوري د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت له بندیز سره سره، د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار او ځینو سیمو کې یو شمېر ښځینه سینګارګرې (ارایشګرې) لا هم د کورونو دننه په پټه خپل کار ته دوام ورکوي.
شبنم سحر د جلال اباد ښار اوسېدونکې او د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده، هغه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د کور دننه سینګار ځای کې کار کوي وایي، چې د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت له بندېدو وروسته د نوموړې په ګډون ګڼ شمېر ښځینه سینګارګرې اړې شوې چې خپل کارونه د کورونو دننه او په پټه ترسره کړي.
نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره وایې، هغه سینګارونکې چې په پټه فعالیت کوي، طالبان ترې هر میاشت مالوم باج (قلنګ) اخلي او دې حالت له خپل روزګار نه یوازې زړه تورې کړي بلکې تر پوزې راغلې دي.
دغه راز له دې سربېره هغه طالبان چې د باج اخیستو لپاره سینګارځایونو ته ورځي، د سینګار ځینې وسایل لکه د وېښتانو کمولو ماشینونه، د وېښتو رنګ، سپری او نور له ځان سره وړي.
دا سېنګارونکې مېرمن وایي، طالبانو پرې د کار روزګار ټول فرصتونه تړلي او سېنګار ځایونه یې وروستي فرصتونه دي چې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
سحر زیاته کړه: «څلور اولادونه لرم خاوند مې په کېنسر (سرطان) ناروغۍ اخته دی او د عاید بل سرچینه نشته د همدې سېنګارتون له لارې یوه مړۍ نفقه پیدا کوم، خو دلته د امنیتي حوزو طالب مسوولان راڅخه هره میاشت پنځه زره افغانۍ د باج په ډول اخلي او که پېسې ورنه کړم نو ګواښ کوي چې سېنګار ځای به یې وتړي د طالبانو دې باجګېرۍ ډېر په تنګ راغلي یو نه پوهېږو څه وکړو.»
د هغې په وینا، په لومړیو کې یې طالبانو کور دوه ځلې تلاشي کړی او د سېنګار توکي یې ورڅخه وړي او ګواښلې یې هم وه، چې له دې وروسته به ښځې او نجونې نه سېنګاروي.
نوموړې په ناڅاپي ډول کور په کور تلاشۍ اندېښمنه کړې او وايي، چې لاهم د کار روزګار د بندېدو او نیول کېدو او زور زیاتي له وېرې سره مخ دي.
سحر زیاتوي: «دوه ځلې مو کور طالبانو تالاشي کړی زیات قیمتي سېنګار توکي راڅخه ضبط کړي او دغه راز ګواښ یې هم کړی که بیا سېنګارتون پرانېزې نو زنداني به شې، خو بیا راته د طالبانو د حوزې مسوول وویل؛ موږ ته هره میاشت خپله برخه باج راکوه څوک به دې سېنګارتون نه بندوي نو له هغې وروسته مجبوره یم چې هره میاشت مربوطه د طالبانو حوزې مسوول پېسې ورکړم.»

د ښځینه ارایشګرو پر ژوند د فشار دوه اړخونه Photo source
ښځینه ارایشګرو د بقا هڅې
نفېسه بهار بله هغه ارایشګره نجلۍ ده، چې له ناچارۍ د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره د طالبانو له وېره د هغو نورو ښځینه سینګارګرو په څېر په پټه فعالیت کوي.
نوموړې د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې تر څلورم سمېستر زده کړې کړې، خو د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته له زده کړو هم پاتې شوه.
نفېسبه بهار وایي هغه ښځینه سېنګارکوونکې چې د طالبانو له وېرې په پټه فعالیت کوي، زیاتره یې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستانې دي، خو د طالبانو له لوري پرې ورځ تربلې کاري چاپېریال سختېږي.
نوموړې د کورنۍ اقتصادي ستونزو، په نجونو د زده کړو او کار بندیز اندېښمنه کړې وايي، چې که د سېنګارتون وروستی عایداتي فرصت هم ترې واخیستل شي ژوند به یې له ستونزو سره مخ شي.
نفېسه بهار زیاتوي: «کله چې د پوهنتون له زده محرومه شوم بیا مې په یو سېنګارتون د کار زده کړې پيل کړې او له څه مودې وروسته مې په کور کې سېنګارتون جوړ کړ، ځکه د کار بله هیڅ چاره نه وه او مجبوره وم د کور ټولې اړتیاوې له همدې سینګارځای ترلاسه کړم؛ خو اوس د طالبانو له لوري راڅخه باج اخیستل کېږي او هم ګواښل کېږو که پېسې ورنه کړو نو سېنګارځای مو بندوي اندېښمنه یم که پر ښځو کاري محدودیتونه دوام وکړي له زیاتوي ستونزو سره به مخ شو.»
دا ارایشګره وایي که څه هم د پخوا په پرتله یې د مشتریانو شمېر ډېر کم شوی او له ناچارۍ د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره کار کوي، خو له دې سره سره ترې بیا هم ترې طالبان باج اخلي.
نوموړې ویلي چې ځينې مشتریانو یې هم د طالبانو له محدودیتونو او نفوذه ناوړه ګټه اخیستې او هغوی یې ګواښلي چې که په زیاتو پېسو یې سینګار کړي نو طالبان به پرې خبر کړي. نفېسه بهار زیاتوي: «افغان سېنګاروونکې په سخت وخت کې خپل کار ته دوام ورکوي، له یوې خوا د طالبانو بندیزونه او له بلې خوا باج ګیري؛ دغه راز د پخوا په څېر مشتریان کم شوي خو بیا هم طالبان راڅخه باج اخلي غوښتنه کوو چې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي او نور دې په سېنګارونکو کاري فشار نه راوړل کېږي ځکه هره سېنګارونکې کورۍ لري او له همدې لارې نفقه برابروي.»

ښځینه ارایشګرو دوهګونی کړکېچ؛ د کار بندیز او باج اخیستنه Photo source
خو طالبان ولې چوپه خوله دي؟
موږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار د طالب مسوولانو نظر هم ولرو، خو د پرلپسې هڅو سره سره یې زموږ اړیکه ځواب نه کړه.
طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې د ښځینه سینګارځایونو د تړلو رسمي بندیز صادر کړ او د مالوماتو له مخې له دې بندیز وروسته په پلازمېنې کابل او ولایتونو کې زرګونه سینګارونکې مېرمنې بې روزګاره شوې او ګڼ شمېر د طالبانو له لوري په یوه او بله پلمه نیول شوې هم دي.
طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته پر ښځو محدودیتونه دوامداره ساتلي او د دوی پر کار او زدهکړو یې پرلپسې محدودیتونه پلي کړي او دغه راز، کلپونو، عمومي ځایونو او پارکونو ته یې د ښځو پر ورتګ پراخ بندیزونه لګولي دي.
