د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ د څو موخیزې نغدي مرستې په وېش کې د پام وړ توپیر شته. له پاکستانه راستنېدونکو کسانو ته د ایران له راستنېدونکو کسانو څخه شاوخوا درې برابره ډېره مرسته ورکول کېږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۶مه، د «د افغانستان د راستنېدونکو د مقاومت کتنه» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، راستنېدونکو کسانو افغانستان ته د ننوتلو پر مهال په پولو کې نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه، خوراکي توکي او سیمکارتونه ترلاسه کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې له ټولټال ۱.۹ میلیونه راستنېدونکو څخه ۳۸ سلنه کسانو نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
خو له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ترمنځ د نغدي مرستو په وېش کې څرګند توپیر موجود دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د څېړل شوې مودې پر مهال له ایران څخه یوازې ۲۴ سلنه راستنېدونکو څو موخیزه نغدي مرسته ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو لپاره دغه کچه ۶۹ سلنه وه.
دغه سازمان په خپل نوي راپور کې د مرستو اندازه نه ده یاده کړې؛ خو په ۲۰۲۴ کال کې د راستنېدونکو لپاره د دغه سازمان په ګډ پروګرام کې د هرې کورنۍ لپاره د څو موخیزې نغدي مرستې ۱۴۰ ډالره ټاکل شوي وو.
په دې بسته کې د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو لپاره مرسته شامله وه. سربېره پر دې، د هر کس د لېږد د لګښت لپاره په منځني ډول ۲۰ ډالره هم په پام کې نیول شوي وو.
راستنېدونکې کورنۍ د خوړو او سرپناه له ستونزو سره مخ دي
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته له ستنېدو وروسته راستنېدونکي له ګڼو «بیړنیو او اوږدمهالو اړتیاوو» سره مخ دي.
د راستنېدونکو ترمنځ تر ټولو مهمه بیړنۍ او اوږدمهاله اړتیا خواړه دي. ۶۹ سلنه راستنېدونکي د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.
راستنېدونکي د سرپناه په برابرولو کې هم له ستونزو سره مخ دي او ۶۷ سلنه یې د خوندي سرپناه لپاره مرستې ته اړتیا لري. د راستنېدونکو ۷۷ سلنه کسان په لنډمهالو سرپناهځایونو کې ژوند کوي او ۵۱ سلنه یې د کورنۍ د غړو لپاره کافي ځای نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د کار او معیشت فرصتونه هم د ۵۶ سلنه راستنېدونکو لپاره یوه اساسي اړتیا وه. یوازې پنځه سلنه راستنېدونکي د عاید د ترلاسه کولو لپاره تولیدي شتمني یا ملکیت لري. همدارنګه، ۵۴ سلنه کسانو ویلي چې له مرکې مخکې په ۳۰ ورځو کې یې عاید د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوله.
ډېری راستنېدونکي له افغانستانه د وتلو اراده نه لري
د کډوالۍ نړیوال سازمان نوی راپور له ۱۵۴۷ راستنېدونکو کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. له دې ډلې ۸۸۸ کسان له پاکستان او ۶۵۹ کسان له ایران څخه راستانه شوي دي. دغه سازمان په افغانستان کې د دوی له بېرته ستنېدو شاوخوا ۹ تر ۱۵ میاشتو وروسته وضعیت ارزولی دی.
سره له اقتصادي ستونزو او د خدماتو له کمښت سره، ۷۵ سلنه راستنېدونکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپل اوسني استوګنځای د پرېښودو اراده نه لري.
په مقابل کې، شپږ سلنه غواړي له افغانستانه ووځي او پنځه سلنه غواړي د هېواد دننه بل ځای ته کډه شي. یوازې یوه سلنه غواړي خپل اصلي استوګنځای ته بېرته ستانه شي، په داسې حال کې چې ۱۳ سلنه کسان د خپل راتلونکي پلان په اړه ډاډه نه دي.
دغه وضعیت د افرادو او کورنیو ترمنځ توپیر لري. ۷۶ سلنه راستنېدونکو کورنیو د ځای بدلولو اراده نه لرله، په داسې حال کې چې د یوازې راستنېدونکو د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲ کسانو ترمنځ دغه کچه ۶۹ سلنه وه.
همدارنګه، ۱۶ سلنه یوازې راستنېدونکو ویلي چې غواړي یو ځل بیا له افغانستانه ووځي؛ خو د کورنیو ترمنځ دغه کچه یوازې څلور سلنه وه.
په تېرو درېیو کلونو کې ۶.۵ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۳۱مې پورې ټولټال ۶ میلیونه، ۴۷۳ زره او ۹۷۸ کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، چې د دغه نوي راپور اصلي تمرکز همدا موده ده، ۱ میلیون، ۹۳۱ زره او ۴۱۸ کسان په جبري او داوطلبانه توګه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
له دې ډلې:
- ۱ میلیون، ۱۳۸ زره او ۳۷۴ کسان له ایران څخه راستانه شوي؛
- ۷۹۳ زره او ۴۴ کسان له پاکستان څخه راستانه شوي دي.
په دې موده کې له څېړل شویو ټولو راستنېدونکو څخه ۴۸ سلنه ښځې او ۵۲ سلنه نارینه وو.
همدارنګه، د دغو ټولو کسانو ۵۸ سلنه ماشومان وو، یعنې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وو.
