په خوست کې یو شمېر هغه روږدي کسان چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې یې یو ځل درملنه شوې، له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته یو ځل بیا د نشهیي توکو کارولو ته مخه کړې ده.
په خوست کې یو شمېر هغه کورنۍ چې غړي یې پر نشهیي توکو روږدي دي، وايي چې د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې په ځانګړي روغتون کې یې خپل غړي ۴۵ شپې تر درملنې لاندې ساتلي، خو له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته یې یو ځل بیا نشهیي توکو ته مخه کړې ده.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نورولي شاه وویل چې کشر ورور یې، چې شاوخوا ۲۷ کاله عمر لري، پر چرسو او شیشې روږدی شوی و. د نوموړي په خبره، درې میاشتې وړاندې یې ورور د نشهیي توکو د درملنې په ځانګړي روغتون کې بستر کړ او ۴۵ شپې یې په یاد روغتون کې تېرې کړې.
هغه وویل چې ورور یې له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته یو ځل بیا د نشهیي توکو کارولو ته مخه کړې ده.
«زما ورور شاوخوا ۲۷ کلن دی او نږدې یو کال کېږي چې پر نشهیي توکو روږدی شوی. په ډېرو ستونزو مې د درملنې په روغتون کې بستر کړ او ۴۵ شپې یې هلته تېرې کړې، خو له رخصتېدو وروسته بېرته نشهیي توکو ته مخه کړه. ډاکټرانو راته ویلي چې که سمه درملنه ونه شي، روږدي کسان بېرته نشو ته مخه کوي. په روغتون کې یوازې ساتل کېږي او ځانګړې درملنه یې نه کېږي.»

د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګلباز هم وویل چې یو زوی یې پر نشهیي توکو روږدی و، خو د هغه په خبره، په روغتون کې له دوه ځله بستر کېدو وروسته یې بیا هم د نشهیي توکو کارولو ته مخه کړې ده.
هغه وویل چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه شي کولای خپل ځوان زوی په شخصي روغتونونو کې تداوي کړي، خو د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې روغتون کې بیا د روږدو کسانو د درملنې لپاره لازم امکانات نشته او یوازې ۴۵ شپې یې ساتي او بېرته یې رخصتوي.
دګلباز په خبره، اوس یې زوی د نشهیي توکو د اوږدمهاله کارونې له امله خپل ذهني توازن هم له لاسه ورکړی او بدن یې په فزیکي ډول کمزوری شوی دی.
«زما زوی لومړی چرس کارول، خو وروسته یې شیشه، تاریاک او پوډر هم پیل کړل. دوه ځله مې روغتون ته ولېږداوه، خو هلته یوازې ۴۵ شپې ساتل کېږي او ځانګړې درملنه یې نه کېږي. اوس یې بیا نشهیي توکو ته مخه کړې ده.»
د خوست یو شمېر اوسېدونکي او په دې ولایت کې ټولنیز فعالان وايي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د نشهیي توکو کارول زیات شوي دي.
د دوی په وینا، د ځوانانو بېکاري او نشهیي توکو ته اسانه لاسرسی هغه عوامل دي چې د ډېرو ځوانانو د روږدي کېدو لامل شوي دي.
په خوست کې یو ټولنیز فعال چې د محمد قاسم مستعار نوم کاروي، وايي چې پر نشهیي توکو روږدي کسان د امنیه قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له خوا راټولېږي او د روږدو کسانو د درملنې ځانګړي ۸۰ بستریز روغتون ته لېږدول کېږي، خو په خبره یې، په روغتون کې د درملنې لپاره لازم امکانات نشته.
نوموړي وویل چې طالبان یوازې روږدي کسان راټولوي او ۴۵ شپې یې په روغتون کې ساتي. د هغه په خبره، له رخصتېدو وروسته داسې تبلیغات کوي چې ګواکې د روږدو کسانو درملنه یې په سمه توګه کړې ده، خو دا ادعا هېڅ حقیقت نه لري.
«د امنیه قوماندانۍ پولیس روږدي کسان راټولوي او د درملنې په نوم یې روغتون ته لېږدوي، خو هلته یوازې ۴۵ شپې ساتل کېږي او لازم امکانات ورته نه شته. له رخصتېدو وروسته ادعا کېږي چې درملنه یې شوې، خو ډېری کسان بېرته نشهیي توکو ته مخه کوي. زموږ په اند، د طالبانو حکومت له دې موضوع څخه د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار اخلي.»

په خوست کې د رواني ناروغیو او پر نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې برخې یوه ډاکټر، محمد ضیا، وویل چې د نشهیي توکو روږدو کسانو ته باید لومړی په روغتون کې د بوخت ساتلو لپاره مناسب چاپېریال برابر شي او وروسته د هر روږدي کس روغتیايي مخینه په دقیقه توګه وڅېړل شي.
هغه وویل چې په روغتون کې باید د رواني ناروغیو ډاکټران له روږدو کسانو سره د نشهیي توکو د کارونې د زیانونو په اړه پراخ کار وکړي او هغو ناروغانو ته چې درملو ته اړتیا لري، اړین درمل ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې په روغتون کې د نشهیي توکو د روږدو کسانو یوازې ساتل، پرته له دې چې سمه درملنه یې وشي، ښه پایله نه ورکوي او هغوی د وخت په تېرېدو سره بېرته نشهیي توکو ته مخه کوي.
«د روږدو کسانو درملنه څو پړاوونه لري. لومړی باید مناسب چاپېریال ورته برابر شي، بیا یې روغتیايي مخینه وڅېړل شي او د رواني ناروغیو ډاکټران ورسره کار وکړي. هغه ناروغان چې درملو ته اړتیا لري، باید اړین درمل ترلاسه کړي. که سمه درملنه ونه شي، روږدي کسان بېرته نشهیي توکو ته مخه کوي.»
د خوست اوسېدونکي وايي چې طالبان د نشهیي توکو د بندیز او د روږدو کسانو د درملنې موضوع د تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي.
د دوی په خبره، د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې لازم امکانات نشته او دغه کسان له روغتون څخه تر رخصتېدو وروسته د مناسب کار او روزګار د نشتوالي له امله یو ځل بیا د نشهیي توکو کارولو ته مخه کوي.
ددغه راپور تر نشر پوري د خوست طالب مسولينو د يادو ادعاوه په اړه څه نه دي ويلي.
