په پکتیا کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په یوه سیمه کې د هاوان د یوې مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.
په پکتیا کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي، دغه چاودنه نن (جمعه، د لړم ۸مه) د ډنډپټان ولسوالۍ د «شپولي خولې» په سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې، دغه د هاوان مرمۍ د پاکستان له لوري د پکتیا پر لور توغول شوې وه، خو نه وه چاودلې او وروسته له هغې چې ماشومان ورسره مخ شوي، چاودنه یې کړې ده.
ځدراڼ ویلي، په دغه چاودنه کې وژل شوی ماشوم لس کلن و او په ټپیانو کې یوه لس کلنه نجلۍ هم شامله ده.
په افغانستان کې هر کال د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو قرباني اخلي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د دغو پېښو شاوخوا ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.
