د بغلان ولایت د سالنګ شمالي تونل په خوله کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او یوه ټانکر ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر، قاري نظیرالله عابدي، ویلي چې پېښه د شپې شاوخوا دوه بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې له پلخمري څخه کابل ته روان یو مسافر وړونکی موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ او د سړک د ښویوالي له امله له کنټروله وتلی دی.
د نوموړي په وینا، موټر لومړی د سړک له غاړې له دېوال سره ټکر کړی او وروسته یې له یوه ولاړ ټانکر سره لګېدلی دی.
د پېښې له امله د وژل شویو او ټپیانو جسدونه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
