د مجاهد څرګندونو ته د اسلام‌اباد غبرګون: له طالبانو سره د اړیکو د خرابېدو اصلي لامل د افغانستان له خاورې ترهګري ده

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې له دې ډلې سره د اسلام‌اباد د اړیکو د خرابېدو اصلي لامل «د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکې ترهګري» ده.

دغه وزارت د شنبې په شپه (د عقرب ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان د اړیکو د خرابېدو له اصلي لامل سره مقابلې ته لېوالتیا نه لري او دا چلند یې «ژور ناسم» دی.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي: «د طالبانو مشرتابه لا هم د اسلام‌اباد پر سیاستونو نیوکه کوي، په داسې حال کې چې په قصدي توګه هغه تر ټولو مهمه مسئله له پامه غورځوي چې دوه‌اړخیزې اړیکې یې مسمومې کړې دي.»

دغه وزارت زیاته کړې، چې له طالبانو سره د اړیکو د ستونزو اصلي لامل د دې ډلې «له افغانستان څخه د راټوکېدلې ترهګرۍ د ستونزې په هواري کې پرله‌پسې ناتواني او نه لېوالتیا» ده، چې د عادي اړیکو د ټینګېدو مخه نیسي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ټینګار کړی: «ترهګري زموږ سره کرښه ده او د پاکستان د وګړو امنیت د مذاکرې وړ نه دی.»

اسلام‌اباد یو ځل بیا خبرداری ورکړی: «د افغانستان د طالبانو رژیم باید پوه شي چې پاکستان د خپلې پولې هغې غاړې ته د ترهګرو پټنځایونه نه شي زغملی، چې د دغه هېواد امنیت اغېزمنوي. پاکستان به اجازه ورنه کړي چې وګړي یې د هغې ترهګرۍ قرباني شي چې سرچینه یې افغانستان دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دې ډلې له پاکستان سره د ترینګلتیا د سوله‌ییز حل لپاره هڅې کړې، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

مجاهد په دې وروستیو کې له طالبانو سره نږدې رسنۍ حریت راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان د سوله‌ییزې لارې خپلولو ته چمتو نه دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف د پاکستان د ناامنۍ او د ټي‌ټي‌پي په ګډون د پاکستاني وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر دی. پاکستان وايي، دغه ډلې په افغانستان کې حضور لري او له دې خاورې خپل بریدونه پلانوي.

اسلام‌اباد څو ځله له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني وسله‌والو ډلو پر ضد اقدام وکړي، خو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو شتون ردوي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په خپل وروستي دریځ کې ویلي، چې د مسوولیت پړه پر نورو اچول، تشې ژمنې کول او د پاکستان پر سیاستونو نیوکې نه کړکېچ هواروي او نه هم کابل له خپلو مسوولیتونو څخه خلاصوي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیت باید د افغانستان د طالبانو د «بې‌عملۍ، تېښتې او ناسم لومړیتوبونو» یرغمل نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته