په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ویلي، چې د دې ادارې کارکوونکو د موسیقۍ سلګونه الات راټول کړي او سوځولي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کامې او کوز کونړ ولسوالیو څخه د موسیقۍ ۳۷۸ کوچني او لوی الات او د دره نور ولسوالۍ څخه ۱۲۴۸ الات راټول شوي وو.
په ننګرهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې زیاته کړې، چې د دې ادارې کارکوونکو راټولې شوې پتاقۍ (چاودېدونکي توکي) هم سوځولي دي.
دې ادارې د دغه اقدام موخه «د ناسمو دودونو مخنیوی، د سالمې ټولنیزې فضا ساتنه او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا» بللې ده.
طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي دي. دغه ډله د موسیقۍ غږول او اورېدل حرام ګڼي. طالبانو څو ځله د موسیقۍ اورېدو له امله یو شمېر هېوادوال نیولي او وهلي ډبولي دي.
