د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د طالبانو له لوري د ښځینه مرستندویانو د فعالیتونو محدودول د دې لامل کېږي چې ښځې او نجونې له ژوند ژغورونکو مرستو، اړینو معلوماتو او خوندي ملاتړ څخه لا زیاتې بېبرخې شي.
اوچا نن (جمعه، د لیندۍ ۶مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې هېڅ ښځه او نجلۍ باید له بشري مرستو بېبرخې پاتې نه شي.
دغه دفتر له طالبانو غوښتي، چې ښځینه مرستندویانو ته اجازه ورکړي څو اړمنو کسانو ته لاسرسی پیدا کړي او خپلې مرستې ور ورسوي.
لیلا، چې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي، ویلي:
«په ساحه کې د ښځینه همکارانو له حضور پرته، زموږ ارزونې نه شي کولای د ښځو اړتیاوې او لومړیتوبونه په بشپړ ډول وپېژني.
له لرې لارې اړیکې نیول مرسته کولای شي، خو تل د ښځو او نجونو سره د مخامخ او خوندي خبرو اترو ځای نه شي نیولای.»
طالبانو شاوخوا یو کال وړاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو محدودیتونو د پراختیا په لړ کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ بندیز ولګاوه. دې ډلې تر دې وړاندې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی و.
اوس مهال د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسولو چارې پر مخ وړي.
د یاد سازمان په وینا، په افغانستان کې د روان بحران له امله ښځې او نجونې تر ټولو زیانګاوونکي کسان دي او هغوی ته د مرستو رسولو لپاره د ښځینه مرستندویانو شتون اړین دی.
