په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه وايي، د مادرید غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره لیدلي او په دې ناسته کې یې په افغانستان کې د یوه «ولسواک نظام پر اړتیا او د سیاسي بهیر د پیل لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د اساسي قانون د بهیر پر اسانتیا» ټینګار کړی دی.
د اندیشه په وینا، د طالبانو مخالفینو په دې غیررسمي غونډه کې ویلي، چې د اساسي قانون په بهیر کې باید د سیاسي شخصیتونو، د حکومتولۍ د چارو متخصصینو، دیني عالمانو او حقوقي کارپوهانو یوه پراخه او ټولشموله ډله شامله وي.
اندیشه زیاته کړې، چې ملګرو ملتونو په جنیوا کې له دې وړاندې هم د ورته بهیر تجربه لري.
هغه لیکلي:
«د سوریې د اساسي قانون کمېټه د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې په جنیوا کې پیل شوه. دغې کمېټې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کال د جون ترمنځ د هراړخیزو خبرو اترو اته پړاوونه ترسره کړل او د بشارالاسد د هغه مهال حکومت، اپوزیسیون او مدني ټولنې استازي یې د خبرو یوه مېز ته راټول کړل.
سره له دې چې دغه بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو وښوده چې یو بېطرفه ځای او کوربه چې ټولو لورو ته د لاسرسي وړ وي، کولای شي مهم اړخونه د دولت د اساسي اصولو او ولسواک حاکمیت په اړه خبرو ته راوبولي.»
اندیشه ټینګار کړی: «د اساسي قانون یو باوري، ولسواک او مشورتي بهیر کولای شي د هغې سولې بنسټ کېږدي چې د افغانستان خلک یې مستحق دي.»
طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته د افغانستان ټول قوانین لغوه کړي دي. اوس مهال د دې ډلې حکومت د ملا هبتالله د فرمانونو پر بنسټ اداره کېږي.
د طالبانو مشر ادعا کوي، چې فرمانونه یې د شریعت او قران کریم پر بنسټ دي؛ خو د خبر د متن له مخې، په نورو اسلامي هېوادونو کې ورته بېلګه نه لیدل کېږي.
