په پنجشېر ولایت کې سرچینې وايي، طالبانو د یوه ځوان په مرمیو ویشتل شوی جسد د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.
سرچینو د جمعې په ورځ ویلي، دغه ځوان «محمد عمر» نومېده او د پنجشېر ولایت د رخه ولسوالۍ د درخېل کلي اصلي اوسېدونکی و.
د سرچینو په وینا، محمد عمر ۲۵ ورځې وړاندې د کابل ښار په خیرخانه کې د «پروان هوټل» له سیمې څخه د طالبانو له خوا نیول شوی و او کورنۍ یې د هغه د جسد تر ترلاسه کولو پورې د نوموړي په اړه هېڅ معلومات نه لرل.
سرچینې زیاتوي، طالبانو د محمد عمر له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د هغه جسد دې د پولیسو له ۱۰۰ بستریز روغتون څخه ترلاسه کړي.
تر اوسه د نوموړي د نیول کېدو لامل او د وژل کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی.
تر دې وړاندې هم طالبانو ملکي وګړي نیولي او له څه مودې وروسته یې جسدونه د هغوی کورنیو ته سپارلي دي.
