د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک اعلان کړی چې د هرمز تنګي په ختیځه برخه او د خصب بندر خولې ته نږدې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ چاودېدلې دي.
د سپاه پاسداران سمندري ځواک عامه اړیکو دفتر نن (شنبه، د لیندۍ ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه بېړۍ له «غیرمجازې لارې» تېرېدې او د سمندري ماینونو له لګېدو وروسته چاودېدلې دي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي: «دغه بېړۍ هم د پخوانیو چاودېدونکو بېړیو په څېر هڅه کوله چې د موقعیت موندنې سیستمونه په بندولو سره په پټه او له جعلي لارې د هرمز له تنګي تېرې شي، خو د جنوبي ساحلونو او خصب بندر ته نږدې له چاودنې او اورلګېدنې سره مخ شوې.»
د سپاه پاسداران په وینا، د ایران له همغږۍ پرته او له «غیرمجازې لارې» د تېلو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ کم شوی دی.
خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د هرمز تنګی له سمندري ماینونو پاک شوی، د امریکايي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز، چې په سیمه کې د بېړیو د تګ راتګ وضعیت څاري، د ایران د سپاه پاسداران ټولې ادعاوې نه دي تایید کړې، خو په هرمز تنګي کې یې د تېلو لېږدوونکو بېړیو لپاره د ځینو پېښو رامنځته کېدل تایید کړي دي.
