کندهار کې یو کس د طالبانو په ډزو وژل شوی دی

په کندهار کې یوې سرچینې نن (شنبه، د لیندۍ ۷مه) اطلاعات روز ته وویل، چې د کندهار ښار په منډيګک سیمه کې د طالبانو په مخامخ ډزو کې یو خیاط وژل شوی دی.

د سمین خان په نوم دغه وژل شوی ځوان، چې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او کورنۍ یې اوس مهال د کندهار ښار د درېیمې ناحیې د بای‌پاس په سیمه کې اوسېږي، د کابل دروازې پر چوک یې د شیرزاد په نوم خیاطي کوله.

سرچینې وايي، د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته نوموړی په تېروتنه د کندهار ښار منډيګک امنیتي سیمې ته داخل شوی و. هغه د طالبانو له لومړۍ امنیتي کړۍ تېر شوی و، خو د دویمې کړۍ د ساتونکو له لوري پرې ډزې شوې، چې درې مرمۍ یې پر سینه لګېدلې دي.

سرچینې ویلي، یاد ځوان په ټپي حالت کې میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوی و، خو د ډېرې وینې بهېدنې له امله یې د جمعې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړې ده.

یوې باوري سرچینې ویلي، د کندهار لپاره د طالبانو والي د دغه ځوان پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او له کورنۍ سره یې خواخوږي کړې ده.

منډيګک په کندهار کې د طالبانو له مهمو او خوندي امنیتي سیمو څخه ګڼل کېږي، چې ملا هبت‌الله هم ډېری وخت په دغه سیمه کې اوسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په کندهار کې د طالبانو پر امنیتي پوستو د ورته ډزو له امله ملکي وګړي وژل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته