د کونړ ولایت د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه نن (شنبه، د لیندۍ ۷مه) د اسعداباد ښار په اندرسيېر سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالبانو د چاودنې د څرنګوالي، احتمالي مرګژوبلې او د پېښې د لامل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې په دې تړاو به وروسته بشپړ معلومات خپاره کړي.
بلخوا، یوې سیمهییزې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې پېښه کې د ښوونځي زدهکوونکو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو د قربانیانو کره شمېر لا نه دی معلوم.
کونړ کې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې ده
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
