شینواری زیاتوي: «طالبانو غوښتل د خلکو پر ځمکو کرل شوي کوکنار واړوي، خو خلکو ورسره یو څه مخالف وکړ او بیا طالبانو په خلکو ډزې وکړې.»
سرچینه زیاتوي، چې د یادې نښتې پرمهال د رحیم الله په نامه یو ځوان د چړو په ګوزارونو لومړی سخت ټپي شوی او بیا یې روغتون ته په لاره ساه ورکړې ده.
نن سهار د دغې ولسوالۍ اړوند «بره خوارانو» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه په چاودنه کې څلور طالب سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
تورخم د طالبانو کمیسار وایي، د کمیسارۍ منسوبینو یو تن چې غوښتل یې شپږ سوه زره ډالر په ډېر ماهرانه ډول له پلټنو تېر کړي او پاکستان ته یې قاچاق کړي نیولی دی.
نوموړی وایي، چې تیر کال یې د کانال اړوند د فارم هډې خرما بڼ څخه ۱۳ ټنه حاصلات راټول کړي وو، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې دتیر په پرتله زیات وي او شل ټنه حاصل به راټول کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ او په دغه ولایت کې د طالبانو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون له لوري د اتمې ناحیې اړوند« بهراباد» سیمه د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د «قیام الدین خادم» په نامه نوي ښارګوټي کې د پنځه سوو استوګنیزو نمرو د ویش لړۍ پيل کړه.
.ننګرهار کې د خوست او پکتیکا له زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې راټولولو کمپاین پېل شوی.
جلال اباد کې د مدني ټولنو او خیریه بنسټونو استازو دغه ګام پورته کړی.
نوموړی وايي، د بند پاتې کسانو د راستنیدو بهیر تیره ورځ د دواړو غاړو د چارواکو له ناستې او همغږۍ وروسته پیل شو.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې تازه طالب ځواکونو تیره شپه د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د غلو هغه ۷ کسیزه ډله نیولې، چې غوښتل یې له یو سوداګر څخه پیسې غلا کړي