اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت درونټې سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو ځوان وژل شوی دی.
یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وایي، چې دغه کورنیو تېره ورځ (جمعه، ۹ د مرغومي) ماښام مهال د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «درونټې» سیمه کې یو له بل سره شخړه کړې.
سرچینه زیاتوي، چې د یادې نښتې پرمهال د رحیم الله په نامه یو ځوان د چړو په ګوزارونو لومړی سخت ټپي شوی او بیا یې روغتون ته په لاره ساه ورکړې ده.
سرچینې د دې شخړې اصلي لامل ندی په ګوته کړی.
تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار کې له دې وړاندې هم دا ډول پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی او د ځمکو پر سر د کورنیو ترمنځ پخوانۍ لانجې ښودل شوي دي.