اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې طالبانو د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ کې د کوکنارو اړولو کمپاین پرمهال پر ځایي خلکو ډزې کړي دي.
د سیمې یو اوسیدونکی انورالحق شینواري وایي، چې پېښه نن (دوشنبه، ۲۱ د وري) سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د سپین غر ولسوالۍ اړوند «شډل» سیمه کې د کوکنارو اړولو کمپاین پرمهال شوې، چې لومړی طالبانو له ځایي بزګرانو سره لفظي شخړه کړې او بیا یې پرې ډزې کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو د ډزو پرمهال یو عام وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
شینواری زیاتوي: «طالبانو غوښتل د خلکو پر ځمکو کرل شوي کوکنار واړوي، خو خلکو ورسره یو څه مخالف وکړ او بیا طالبانو په خلکو ډزې وکړې.»
هڅه مو وکړه په دې اړه ننګرهار د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.