ننګرهار کې سړک غاړې ماین چاودنې ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې په رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې څلور طالب سرتیري وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال قاري صلاح الدین نن (پنجشنبه،۱ د غویي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار د دغې ولسوالۍ اړوند «بره خوارانو» سیمه کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د امنیتي ځواکونو په یو رینجر موټر چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه په چاودنه کې څلور طالب سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د خوږیاڼو ولسوال همداراز زیاتوي، چې چاودنه د سړک غاړې ماين له امله رامنځته شوې خو تر اوسه معلومه نه ده چې چاودنه د نوي ځای پرځای شوي ماين له امله شوې او که له پخوانيو جګړو پاتې دی.

د سیمې اوسیدونکي هم وایي، چې نن سهار یې په سیمه کې د یوې درنې چاودنې غږ اوریدلی دی.

تراوسه د یادې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.