دغو محصلينو د هرات پوهنتون ریاست ته چې د طالبانو تر ادارې لاندې دى، په جلا جلا ليکونو کې ليکلي چې د نجونو د زده کړو ځنډول د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف کار دى.
طالبانو د افغانستان د پوهنتونونو له ټولو لوحو څخه د فارسي ژبې د «دانشګاه» کلمه لېرې کړې. دوی په دې وروستیو کې د بغلان پوهنتون فارسي لوحه هم راښکته کړې ده
د هرات پوهنتون مخې ته په یوې راټولیدنه کې د «تعلیم او امنیت»، «مه وېرېږئ، مه ویریږئ، موږ ټول له یوبل سره یو» او « پورته شه، پاڅون وکړ، جهالت پای ته ورسوه» شعارونه ورکول.