د هرات پوهنتون نوې لوحه؛ د فارسي ژبې «دانشګاه» کلمه له پامه غورځول شوې

اطلاعات روز: طالبانو د هرات پوهنتون لپاره په نوې لګول شوې لوحه کې د فارسی ژبې «دانشګاه» کلمه له پامه غورځولې او یوازې یې د پښتو ژبې «پوهنتون» کلمه کارولې ده.

د هرات پوهنتون له څو کلونو راهیسې د «پوهنتون» او «دانشګاه» کلمو پر سر د شخړو له امله بې لوحې پاتې و.

طالبانو په دې وروستیو کې د هرات پوهنتون پر دروازه نوې لوحه لګولې چې په هغې کې یوازې «پوهنتون هرات» لیکل شوی او د فارسي دانشګاه کلمې ته پکې پام نه دی شوی.

په تېر کې هم د «دانشګاه» کلمه له مخالفتونو سره مخ وه او کله نا کله به د محصلینو ترمنځ د فزیکي شخړو لامل ګرځیدله.

طالبانو د افغانستان د پوهنتونونو له ټولو لوحو څخه د فارسي ژبې د «دانشګاه» کلمه لېرې کړې ده. دوی په دې وروستیو کې د بغلان پوهنتون فارسي لوحه هم راښکته کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، په قانون کې یوازې پوهنتون ذکر شوی، د دانشګاه کلمه رسمي نه ده.

طالبانو د حکومت په دفترونو کې تختې یوازې په پښتو ژبه لیکلې دي. د طالبانو دغه اقدام پراخ منفي غبرګونونه راپارولي او منتقدین یې د «فارسیت ضد» بولي.

طالبانو په دولتي ادارو کې هم ټولې لوحې په پښتو ژبه لیکلي دي. د طالبانو دغه اقدام پراخ منفي غبرګونونه را پارولي او نیوکه کوونکي دا کار «فارسي ستیزي» بولي.

پښتو او فارسي د افغانستان دوه رسمي ژبې دي.