هرات پوهنتون کې د ښځينه محصلانو لاريون؛ طالبانو په ډزو تیت و پرک کړ

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د هرات پوهنتون يو شمېر ښځينه محصلانو د کابل په لوېديځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز  د بريد په غبرګون کې لاريون وکړ.

دوی نن (یکشنبه، ۱۰ د تلې) د هرات پوهنتون مخې ته په یوې راټولیدنه کې د «تعلیم او امنیت»، «مه وېرېږئ، مه ویریږئ، موږ ټول له یوبل سره یو» او « پورته شه، پاڅون وکړ، جهالت پای ته ورسوه» شعارونه ورکول.

اطلاعات روز ته په استول شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې طالبان د محصلو نجونو د مظاهرې مخه په هوايي ډزو سره نیولې ده.

دې ډلې پرون په کابل کې هم د ښځو د لاریون مخه نیولې او یو شمیر نجونې یې د وهلو ډبولو وروسته نیولي او بندیانې کړي دي.

دوی د کاج پر ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون کړی و، او د «نسل وژنه جرم دی، چوپتیا خیانت دی»، «له جهالت څخه ستړې شوې یو، عدالت، عدالت»، «د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ»، «زور زیاتي ته نه» او د «پرمختګ پر لور تګ» شعارونه یې ورکول.

د ښځو د اعتراضونو ځپلو هم غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) د کابل په لویدیځ کې د طالبانو له خوا د ښځو د اعتراضونو ځپل د اندېښنې وړ بللي دي.

یوناما ویلي، چې ښځینه لاریون کوونکې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

دغه دفتر له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او د سوله ییز لاریون د مخنیوي لپاره وسله ونه کاروي.

افغانستان کې د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د طالبانو لخوا له لاریونکوونکو میرمنو سره زور زیاتی او «وحشیانه» کړنه د دې ډلې د زور او ځواک نه بلکې د کمزورۍ نښه ده.

د تېرې جمعې په ورځ (۸ د تلې) دوه ځانمرګو بریدګرو د کابل په لویدیځ کې د کاج تعلیمي مرکز په نښه کړ.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د ورستیو شمېرو له مخې په دغه برید کې د ۴۳ نجونو په ګډون ۴۹ تنه وژل شوي او ۹۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته