یا ټول يا نه؛ د هرات پوهنتون د درې پوهنځيو محصلينو له ټولګيو بایکاټ وکړ

اطلاعات روز: د هرات پوهنتون د طب، اقتصاد او کمپيوټر ساينس پوهنځيو محصلينو د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو د بنديز په غبرګون کې له ټولګیو بایکاټ کړی دی.

دغو محصلينو د هرات پوهنتون ریاست ته چې د طالبانو تر ادارې لاندې دى، په جلا جلا ليکونو کې ليکلي چې د نجونو د زده کړو ځنډول د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف کار دى.

يو شمېر محصلينو اطلاعات روز ته وويل، تر څو چې نجونو ته د تحصيل اجازه ورنه کړل شي، ټولګیو ته به ولاړ نشي.

په ځينو نورو ولايتونو کې هم محصلينو او استادانو د نجونو پر زده کړو د بنديز په غبرګون کې ټولګيو ته له تللو ډډه کړې. د اعتراض کوونکو شعار دی يا ټول، يا نه.

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بنديز په کور دننه او بهر له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی دی. د څو اسلامي هيوادونو په ګډون ځينو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده.

دا په داسې حال کې چې طالبانو په خپل وروستي اقدام کې په دولتي او غير دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز لګولی دی.