د لکڼو، چرګوټي، غازي اباد، تريزو، هارون خېلو، بټۍ تاڼې، تنګي، خلبيسات، علي شير، نادرشاه کوټ او سوراک هغه روغتيايي مرکزونه دي چې روغتيايي خدمات نه لري او خلک يې د فعالېدو غوښتنه کوي.
اطلاعات روز: له ايډز، سیل او ملاريا سره د مبارزې نړيوال صندوق (ګلوبل فنډ) هغو کډوالو ته د خدماتو وړاندې...
اوچا نن پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې دومره بودیجه روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زياتولو، د ناروغيو د خپرېدو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون د پياوړتيا، د رواني ملاتړ د خدماتو د وړاندې کولو او خوارځواکۍ د مديريت لپاره اړينه ده.
اميري يادونه کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې خپل هيواد ته د ډاکټرې، انجينرې، عالمې او نورو حرفو د ماهرې په توګه د خدمت کولو له حق څخه محرومې شوې دي.
اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی وايي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر...
د خوست، کندهار او نورستان خلک په روغتونونو کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون یوه جدي ننګونه بولي او وایي، د خلکو د نفوسو زیاتوالي سره په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو زیاتوالي ته هیڅ پام نه دی شوی.
یو شمیر ناروغان او پایوازان بیا په حوزوي روغتون کې د ډاکټرانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي او په خبره يې هغه ناروغانو ته زیات پام کوي چې د طالبانو پلویان او یا واسطه ولري.
په دې راپور کې راغلي چې د روغتيايي خدماتو کمښت روغتيايي خدماتو ته د افغانستان د ميليونو وګړو د لاسرسي حق تضعيف کړی او د ناروغيو او ناکافي روغتيايي مراقبتونو پر وړاندې يې د دې هيواد وګړي متضرر کړي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هم ويلي، چې د ۱۱ روغتيايي کورونو د جوړولو چارې يې ۸۰ سلنه مخ ته وړې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي، چې دې بنسټ له خپلو همکارانو سره هلې-ځلې زياتې کړي او په تورخم او سپين بولدک کې يې دوه بېړني روغتونونه ګټې اخيستنې ته سپارلي دي.