انځور: یونیسف

د قابلو او ښځینه ډاکټرانو په نشتون کې مړې کېدونکې ارواوې

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، له کله راهیسې چې طالبانو د نجونو پر طبي زده کړو بندیز لګولی هم مهاله د دغه ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو کې د ښځينه ډاکټرانو او قابلو ستونزه زیاته شوې چې ورسره د مور او ماشوم د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی فقیر محمد وایي، په هغه سیمه کې چې دوی ژوند کوي خلک يې نه یوازې معیاري روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري بلکې روغتیایي مرکزونو کې قابلې هم په نشت حساب دي.

د هغه په خبره د روغتیايي خدمتونو په ځانګړې توګه د اومېندوارۍ او زېږون پر مهال د خدمتونو او قابلو نشتون، د امکاناتو کمښت او د لارو خرابوالی هغه لاملونه دي چې له کبله یې اومېندوارې مېرمنې په کور کې زېږون کوي.

فقیر محمد وویل: «حصارک ولسوالۍ کې میندې لا هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، په تېره هغه میندې چې کلیو کې دي ځکه ښځینه روغتیایي او مسلکي کارکوونکې کمې دي او په ځینو کې بېخي نشته. میندې لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او ډیر کله له همدې امله د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا لامل دی چې د میندو د مړینې کچه لوړه ده.»

د هغه په خبر چې زیاتره ښځینه قابلې او متخصصانې د امنیتي ننګونو او د معاش د کموالي له امله هم زړه نه ښه کوي، چې په لېرې پرتو سیمو کې دندې ترسره کړي.

له حصارک ولسوالۍ سرېېر د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې هم اومېندوارې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسي او د قابلو کمښت څخه شکایت کوي.

۳۲ کلنه روقیه چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، وایي د روغتیایي خدمتونو نشتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړې تېر کال د زېږون پر مهال ماشوم له لاسه ورکړی، خو سږکال وېره لري چې بیاځلې به بخت ورسره یاري و‌نه‌کړي.

روقیه وايي، د قابلو نشتون او روغتیایي خدماتو ته نه لاسرسي له امله یې ماشوم مړ پیدا شوی.

روقیې وویل: «د نوي ماشوم زېږدو ته ته مې لا پوره یوه میاشت پاتې وه، خو تشویش راسره و چې د زېږون پر مهال به څه کوم، ځکه زمونږ کور د دوربابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې دی او هلته روغتیایي مرکز نشته په همدې خاطر د ولسوالۍ کلینیک ته لاړم، هلته د قابلو او روغتیايي کارمندانو د نشتون ستونزو سره مخ شوم؛ و مې نه‌شو کولی چې خپلې ستونزې حل کړم همدا لامل شو چې ماشوم مې د پیدا کېدو پر مهال مړ وزېږیده ډېره خواشینې شوم ځکه د څلورو لورګانو وروسته مې زوی زېږیده زما به ګډون زیاتره ښځې د زېږون پر مهال یا په خپله مړې کېږي او یا یې ماشوم مړ کېږي.»

د ننګرهار په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو کمښت لویه ننګونه ده او خلک په روغتیایي مرکزونو کې د معیاري خدماتو غوښتنه کوي/ خواله رسنۍ

همدارنګه د دې ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي مسکین شینواري چې یوه میاشت وړاندې یې خپله مېرمن د ماشوم د زېږون پر وخت له لاسه ورکړې، وايي سره له دې چې مېرمن یې د زېږون پر مهال د ولسوالۍ روغتون ته پر وخت بېولې وه، خو تر څو ساعتونو د قابلې او ډاکټرې نشتون د دې لامل چې خپله میرمن له لاسه ورکړي.

شینواری وایي، زیاتره ښځې روغتیایي خدماتو ته په سم ډول لاسرسی نه لري او دغه راز د قابلو کمښت د مور او ماشوم مړینه زیاته کړې.

مسکین شینواري په نږدې روغتیایي مرکز کې د قابلو د نشتون په اړه په خپلو خبرو کې وویل: «مېرمن مې د زېږون پر مهال د قابلو او روغتیایي خدماتو د کمبود له امله مړه شوه، درې اولادونه ترې پاتې شول، هغه ماشوم چې زما د مېرمن په نس و، هغه هم مړ وزېږیده، په کومه ورځ چې زما مېرمن په روغتون کې وه دوه نورې ښځې هم د لازمو روغتیایي خدماتو د نشتون له امله مړې شوې، په ولسوالیو کې دا ستونزې زیاتې دي، هيله لرو چې موږ ته په روغتونونو کې قابله‌ګانې زیاتې شي، ترڅو راتلونکي کې بیا له دغو ستونزو سره مخ نه‌شو.»

د ننګرهار د یوې شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم د قابلو او روغتیايي خدمتونو د کمښت او نشتون په دلیل ورته ستونزو سره مخ دي.

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکی عارف خان وایي، چې په سیمه کې یې کلینیک شته او د قابلو کمښت او روغتیايي خدماتو ته د نه‌لاسرسي له امله  یې د زېږون پر مهال ورېندار او ماشوم دواړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړی په یاده ولسوالۍ کې د روغتیایي مراکزو د زیاتوالي سربېره د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په طبي برخه کې دې پر نجونو شته بندېزونه لغوه کړي.

عارف زیاته کړه:«مونږ د ګوشتې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یوه ام ډي ښځینه ډاکټره لرو، هغه هم د ورځې تر څلورو بجو پورې کار کوي او بیا نه وي؛ ډیر کله چې زمونږ مېرمنې د شپې لخوا ناروغه کېږي، نو د کلینیک ښځينه ډاکتره او قابلې نه وي دلته زیاتره سیمې غریزې دي درې میاشتې وړاندې مې یوه ورېندار او ماشوم د زېږون پر مهال مړه شول غوښتنه کوو چې ښځينه ډاکټرانې باید زیاتې شي او دغه راز نجونو ته د زده کړو او په ځانګړي ډول په طبي برخه کې د زده کړو اجازه ورکړل شي.»

که په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو کمښت ته پام ونه شي او همدارنګه شته ستونزې حل نه شي د زېږون پرمهال به د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شي/ خواله رسنۍ

د مومندرې ولسوالي اوسېدونکی سعیدالله چې د خور ماشوم یې په عملیات مړ پیدا شوی، وايي دا چې د سیمې په کلينیک کې یې، یوازې یوه قابله وه او د مرکز له کلینیک څخه هم لېرې و، له همدې امله ونه‌توانېده چې د زېږون پر وخت د ماشوم ژوند وژغورلی شي.

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي رفېع‌الله وویل: «نارینه که ناروغه شي نو په ځان سخته تېرولی شي، خو د ښځو لپاره بیا ډیره سخته ده چې د زېږون پر مهال نه ډاکټره وي او نه یې د انتقال وسیله ډیر کله چې ښځې مونږ د زېږون پر مهال جلال اباد ته انتقالوو نو پر لاره مړې کېږي.»

 بلخوا یوشمېر روغتیاپالان د مور او ماشوم د ژوند خوندیتوب لپاره د کور په پرتله روغتونونو کې پر زېږون ټینګار کوي.

د نسايي ولادي متخصصه ډاکټره شکیلا سراج په روغتیایي مراکزو کې د نارینه وو، سربېره د ښځینه ډاکټرانو شتون مهم بولي اووايي، که دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي، د مور او ماشوم دواړو ژوند به له خطر څخه وژغورل شي.

سراج زیاتوي: «کله چې یو ښځه د زېږون پر مهال یوې ډاکټرې ته ځي او په یو روغتیایي مرکز کې د نسايي ولادي د برخې متخصصې یا د قابله‌‌وو تر لاس لاندې زېږون کوي، د دې لامل کېږي چې زېږون به له خطر پرته ترسره شي؛ مخکې تر دې چې یوه مور ماشوم وزېږوي، هغه د خطر فکټرونه چې مېرمن ته له زېږون وروسته خطر پېښوي، کولی شي چې قابله یا ډاکټر يې مخنیوي وکړي.»

دغه راز د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا وایي، چې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو د شمېر په ډېرېدو په دغه ولايت کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه کمه شوې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي واېي، که څه هم تېرو کلونو کې د روغتیايي خدمتونو په برخه کې ننګونې وې، خو په دې وروستیو کې دا ستونزه ۹۰ سلنه حل شوې.

رحیمي زیاته کړه: «په ننګرهار کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړینه تقریبا ۹۰ سلنه کمه شوې ځکه پخوا په ډیرو ولسوالیو کې روغتیایي مراکز نه وو او همدا لامل و، چې ډیر کله به مېندو د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکاوه دغه راز دا مهال د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې روغتیایي مراکز فعال دي او لاهڅه کې یو چې د ښځینه ډاکټرانو او قابله وو، د کمښت ستونزه حل شي.»

ډاکټران د کور پر ځای روغتون کې د اومېندوارو مېرمنو په درملنه ټینګار کوي/ خواله رسنۍ

له دې څه موده وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي وو، چې دغه وزارت د ښځینه متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

دغه ډول د روغتیا نړیوال سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان د شاوخوا ۱۸ زره قابله‌وو له کمښت سره مخ دی.

راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په هرو ۱۰۰زره زېږنونو کې ۶۶۸ میندې ژوند له لاسه ورکوي چې په اسیا کې افغانستان د میندو د مړینې لوړه شمېره لري.

د افغانستان په روغتیایي مرکزونو کې د قابلو او نورو روغتیايي خدماتو کمښت، له هغو ننګونو دي چې هر کال سلګونه مېرمنې د زېږون پر مهال دغو خدماتو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.