په ننګرهار او لغمان کې کلیوالې مېرمنې: روغتیایي خدماتو ته کم لاسرسی مو ژوند ګواښي

اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان ولایتونو د لېرې پرتو ولسوالیو یو شمېر کلیوالې مېرمنې پر وخت روغتیايي خدمتونو ته د نه‌ لاسرسي څخه شکایت کوي.

دوی وایي، په کلیوالو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو نشتون او یا هم کمښت د دوی او ماشونانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکې ګل وره وایي، چې د دې ولسوالۍ په کلیوالو سیمو کې امېندوارې مېرمنې بشپړو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او همدا لامل دی، ډېر کله مېرمنې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

ګل وره زیاتوي: «په دور بابا ولسوالۍ کې ډاکټران کم دي او ناروغان زیات دي، د ډېرو کلیو خلک او په ځانګړي ډول ښځې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ کله چې یوه مېرمنه زېږون کوي نو مړې کېږي ځکه هلته ښځېنه ډاکټرانې نشته او روغتیایي خدمات په نشت حساب دي.»

د دور بابا ولسوالۍ تر څنګ د نازیانو ولسوالۍ اوسېدونکي هم ورته شکایت کوي او وایي، هم په تېر جمهوري او هم د طالبانو په اوسني حکومت کې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي له روغتیايي او نورو خدمتونو له پامه غورځول شوي دي.

د یادې ولسولۍ یوه اوسېدونکې مشرنګه وایي، چې په دې ولسوالۍ کې زیاتره کلیوالي ښځې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او همدا لامل دی چې له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ دي.

نوموړې شکایت کوي، چې په دې ولسوالۍ کې یو شمېر روغتیایي کلینکونه هستوګنیزو سیمو څخه ډېر لېرې جوړ شوي، چې زیاتره خلک ورته پر وخت رسېده ګي نه شي کولای.

د هغې په وینا، یادو کلینکونو کې نه درمل شته او نه هم امبولانس چې د اړتیا پر مهال عاجل ناروغان د ننګرهار حوزوي او یا نورو روغتونونو ته ولېږدوي.

مشرنګه زیاتوي: «یو کلېنیک د ولسوالۍ په مرکز کې دی او بل دی چې له کلیوالي سیمو بیخي لېرې دی او ټول خلک ورته لاسرسی نه لري، دغه راز هلته په روغتیایي مرکزونو کې درمل هم نشته او نه ښځېنه ډاکټرانې؛ زیاتره خلک مجبورېږې چې له هر ځای وي پېسې پیدا کړي او خپلې ښځینه ناروغانې شخصي روغتونونو ته یوسي غوښتنه کوو چې روغتیایي خدمات دې زیات شي.»

بلخوا د لغمان په ځېنو کلیوالو سیمو کې هم ښځینه ناروغانې له ورته برخلیک سره مخ دي، چې له کبله یې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړېنې سبب کېږي.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د «عزیز خان کڅ» اوسېدونکې حمېرا وایي، چې هره ورځ د یادې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لسګونه ناروغان مراجعه کوي چې په وینا یې، د درملو او مسلکي ډاکټرانو له نشتون سره مخ دي.

نوموړې زیاتوي چې کلینکونو کې نارینه او ښځینه مسلکي ډاکټران هم نشته چې د سختو ناورغانو درملنه وکړي. هغه غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته دې د روغتیا په برخه کې پام زیات شي.

حمېرا زیاته کړه: «دلته په قرغیو ولسوالۍ کې یو روغتیایي مرکز فعال دی، خو بېروبار پرې زیات دی ځکه خلک ډېر دي او خدمات په هغه اندازه نه دي، بله ستونزه په کې د ښځینه ډاکټرانو نشتون دی زیاتره ښځینه ناروغانې له همدې امله شخصي روغتیایي مرکزونو ته ځي؛ غوښتنه کوو چې روغتیایي خدمات دې زیات شي او هم دې کلیوالي سیمو ته سیار روغتیایي خدمات وړاندې شي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار روغتیایي مسوولان هم په ځېنو ولسوالیو کې روغتیایي ستونزې تاییدوي، خو د حل ژمنه یې کوي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست لپاره طالب ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د مرستندویه موسېساتو په مرسته یې هڅې پېل کړي څو په هغه سیمو کې چې خلک یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري روغتیایي مرکزونه فعال کړي.

د هغه په وینا په زیاتره کلیوالو سیمو کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو په واسطه توانېدلي چي یاده ستونزه حل کړي او خلکو ته پر وخت روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

رحیمي زیاته کړه: «په ځېنو کلیوالي سیمو کې به اوسمهال هم د روغتیایي خدماتو د نه لاسرسي ستونزه وي، خو مونږ هڅه کې یو چې دا ستونزه حل کړو او په دې برخه کې ګرځنده روغتیایي ټیمونه ډېر ګټور تمام شوي دي او هڅه کې یو چې په نور سیمو کې هم روغتیایي مرکزونه زیات کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) هم خبرداری ورکړی، چې د افغانستان په یو شمېر کلیوالو سیمو کې مېرمنې په ځانګړې توګه په شپه کې د زېږون پر مهال روغتیايي خدماتو د ترلاسي له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په لېرې پرتو او کلیوالو سیمو کې د درملنې مرکزونو، اړینو روغتیايي خدماتو او ښځينه روغتیاپالو کموالی د مور او ماشوم د مړینې کچې د لوړېدو لاملونه ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته