اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله به ۶.۳ میلیونه خلک، چې ډیری یې ښځې او نجونې دي، اساسي روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
دې سازمان نن (پنج شنبه، ۱ د غبرګولي) ایکس کې په پر خپله پاڼه لیکلي، چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او ګرځنده کلینیکونه تړلو ته اړ شوي دي.
تر دې مخکې بیا افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې به د دې سازمان له لوري ملاتړ شوي ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله وتړل شي.
د دې سازمان په وینا، وروسته له هغه چې امریکا په فبروري کې مرستې بندې کړې، په افغانستان کې د ۲۰۲ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې د بیړنۍ مداخلې پرته به د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې له ۲۲۰ څخه ډیر نور مرکزونه وتړل شي، چې ۱.۸ میلیونه نور خلک به لومړنۍ روغتیایی پاملرنې له لاسه ورکړي.
د افغانستان د روغتیا سکتور، چې په بهرنیو مرستو پورې تړلی و، د طالبانو بیا ځل حاکمیت وروسته د مرستو د بندیدو له کبله د سقوط له ګواښ سره مخ شوی دی.
په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان ځینې روغتیايي مرکزونو سره د نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو لخوا مرسته شوې ده؛ خو اوس دا ادارې وايي چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.