د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې نن (دوشنبه، ٢٧ د وري) سهار په چپرهار ولسوالۍ کې يو ۸ کلن ماشوم سېلاب وړی.
ننګرهار کې د یوه خیریه بنسټ له لوري له ٢٥٠٠ یتیمو، کونډو او بې وزله کورنیو سره د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اختریزې ډالۍ په توګه د وچې میوې مرسته ترسره شوې.
د سیمې اوسیدونکی ذاکرالله وايي، د دغه ځوان جسد تېره شپه ۱۱:۰۰ بجې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «بهر آباد» سیمه کې ځایي خلکو موندلی او بیا یې طالبانو ته سپارلی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې د یاد ځوان وژل کیدو د خلکو غوسه راپارولې او طالبان یې په یوه بله بهانه د ملکي وګړو په وژلو تورن کړي دي.
ګل زمینه چې خاوند یې د تیرو جګړو پرمهال وژل شوی او اوس د څلورو اولادونو سرپرستي ورترغاړې ده وایي، که اړه شوې نه وای نو هېڅکله به یې چاته د سوال لاس نه و اوږد کړی.
د ننګرهار امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه بزګر نن سهار ۰۹:۰۰ بجې د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ناچاوده ګرنیټ د چاودنې پر مهال وژل شوی.
دا ځوان د بهسودو ولسوالۍ اړوند د «قلعه خیالي» سیمې اوسېدونکی و او مړی یې د دغې سیمې په یو کور کې په داسې حال کې موندل شوی، چې جسد یې ورته په بوجۍ کې اچولی و او بیا یې تر خاورو لاندې کړی و.
ولسي خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خیریه بنسټونو له لوري د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې د فساد مخنیوي لپاره له اړمنو کورنیو سره کېدونکې مرستې د یوه منظم میکانیزم له مخې ووېشل شي.
د لعل پورې ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت الله چې سیلابونو او ږلۍ یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز یې په لس جریبه ځمکه کرل شوې هندواڼې سیلاب وړي د مرستې غوښتنه کوي.
هغه زیاتوي، چې د وژل شوي کس کورنۍ له چا سره شخصی دښمني نه درلوده او نږدې یوه میاشت وړاندې له سعودي عربستان څخه خپلې کورنۍ ته راستون شوی و.