په نارنج ګل مشاعره کې پر طالبانو نیوکې

خالد محمدي

«نارنج ګل» مشاعره د وري میاشتې پر ۱۵مه د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په «سراج العمارت» تاریخي بڼ کې ترسره شوه. په دې مشاعره کې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت شاعرانو او فرهنګ پالو هم ګډون کړی وو او د طالبانو د حاکمیت پر خلاف له ځینو نیوکو سره مله وه. 

په دې مشاعره کې مطیع الله تراب او عزت الله ځواب د افغانستان پر اوسني وضعیت او د طالبانو پر واکمنۍ نیوکې وکړې، مګر دا شعرونه بې ځوابه پاتې نشول او د دې مشاعرې جوړوونکي یې له امله له ځانګړي برخلیک سره مخ شول. 

یو غبرګون په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رییس احسان الله ساجد ګوښه کول و، هغه څوک چې د دې مشاعرې چارې یې سمبالولې او څارلې. د طالبانو له منځه باوري سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په مستقیمه لارښوونه شوې. 

دې سرچینې ویلي، چې احسان الله ساجد په نارنج ګل مشاعره کې د انتقادي اشعارو د لوستل کېدو او د هغو د نه مخنیوي له امله له دندې ګوښه شوی دی. 

د دې سرچینې په وینا، ساجد د ټولو ګډونوالو شاعرانو شعرونه تر غونډې وړاندې ارزولي او سانسور کړي وو، خو د مطیع الله تراب او عزت الله ځواب شعرونه د هغوی د مشهورتیا له امله په دقیق ډول نه وو ارزول شوي. 

«نارنج ګل مشاعره» په افغانستان کې د شعر د ویلو یوه مشهوره فرهنګي او ادبي برنامه ده او د پښتنو ترمنځ ډېره مشهوره ده او خاص حیثیت لري. طالب چارواکي چې په پښتو خبرې کوي، هغوی ته هم دا برنامه ډېره مهمه ده. 

د دې مراسمو یوه تر ټولو خاصه ځانګړنه د پاکستان له خیبرپښتونخوا ایالت څخه د پښتو ژبې د شاعرانو او فرهنګیانو ګډون وو. د دې څېرو ګډون او د طالبانو په رسمي فضا کې د انتقادي شعرونو ویل د ځینو شنونکو په اند په یو ډول د داخلي سیاستونو ننګول او د ملا هبت الله اخوندزاده پر فرهنګي تګلارو نیوکه وه.

د نارنج ګل مشاعره کې د طالبانو پراخ حضور/ خواله رسنۍ

د کندهار پر وړاندې د کابل ستاینه

مشهور شاعر مطیع الله تراب په نارنج ګل مشاعره کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې «مشاعره دې له دستاربندۍ او سیاسي چارو لېرې ساتي». له دې څرګندونو په ډاګه کېږي چې په فرهنګي چارو کې له سیاسي لاسوهنې خوښ نه دی او د نوموړي دا څرګندونې د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوې. 

تراب خپل شعر د کابل له ستاینې را پیل کړ؛ دا ښار د پلازمینې په توګه له خپل رسمي حیثیت سره-سره د کندهار تر اغېزې لاندې دی؛ چیرته چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده مېشت دی او هغه یې د طالبانو په غیر رسمي پلازمینې بدل کړی دی. د نوموړي د شعر له منځپانګې په ځانګړې توګه د کابل له یادونې داسې ښکاري چې تراب د کابل پر سیاسي او جغرافیوي حیثیت په ټینګار سره د طالبانو مشر ته وایي، چې د قدرت مرکز باید په پلازمېنه کې وي، نه په کندهار کې. ملا هبت الله د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال یوازې دوه ځله په رسمي توګه کابل ته سفر کړی دی؛ هغه مسئله چې د طالبانو د منتقدینو له لوري له نیوکو سره مخ ده. 

د تراب د شعر ویلو یوه بله ځانګړنه داده چې خپل ټول شعرونه پاڼې ته له کتلو پرته وایي، او داسې ښکاري چې ځینې اشعار په هماغه شېبه قافیې او وزن ته په کتلو سره جوړوي او لولي یې. 

مطیع الله تراب په خپلو شعرونو کې له طالبانو غوښتي چې لویه جرګه دې جوړه کړي او ټینګار یې وکړ چې «حکومت باید د خلکو له غوښتنې سره سم وي.» نوموړي د دې بیت په ویلو سره د سیاسي مشروعیت د جوړښت اړتیا بیان کړه او د خلکو عمومي غوښتنې ته یې اشاره وکړه؛ هغه موضوع چې د منتقدینو په اند د طالبانو د اوسني حکومت په جوړښت کې له پامه غورځول شوې ده. 

تراب د خپل شعر په یوه بله برخه کې طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې که یې د زده کړو، موسیقۍ، اتڼ، ملي بیرغ او ملي سرود په اړه څرګندونې «بغاوت» نه بلل کېږي، نو باید پر دې فرهنګي ابزارو او دودونو محدودیت لېرې کړي. دا څرګندونې د طالبانو د سانسور او بندیزونو پر وړاندې د افغانستان د فرهنګي ټولنې پراخ اعتراض دی؛ هغه محدودیتونه چې ډېری فرهنګي څیرې یې د ملي هویت او د هیواد د کلتوري میراث لپاره ګواښ بولي. 

عزت الله ځواب هم په خپلو شعرونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پر کلتوري چارو او زده کړو د طالبانو بندیزونو ته اشاره کړې. ده هم د زده کړو د بندو دروازو، د کتاب پر نشر د بندیز او د هیوادوالو په ځانګړې توګه د روڼ اندو او تحصیل لرونکو افرادو د وتلو په اړه اندیښنه ښودلې؛ هغه مسایل چې د افغانستان د کلتوري ټولنې ګډه اندېښنه ده.

مطیع الله تراب نارنج ګل مشاعره کې د خپلو مینوالو ترمنځ/ خواله رسنۍ

تر مشاعرې وروسته د عزت الله ځواب او مطیع الله تراب شعرونه پر ټولنیزو رسنیو په پراخه توګه خپاره شول. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، د طالبانو منتقدینو او فرهنګي فعالانو د دې دوو شاعرانو د ویډیوګانو په خپرولو سره د هغوی د شعر د انتقادي محتوا ملاتړ وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې بل لور ته د طالبانو ځینو غړو او پلویانو هم منفي غبرګون وښود او انتقاد یې وکړ چې په یوه رسمي برنامه کې باید د دې ډول اشعارو د ویلو اجازه نه وای ورکړل شوې. 

نارنج ګل مشاعره د کلکو امنیتي تدابیرو په لړ کې ترسره شوه. طالب ځواکونه نه یوازې د چاپېریال د امنیت ساتنې مسوولیت درلود بلکې د نندارچیانو ترمنځ هم په لسګونو تنه وو. په دا ډول فرهنګي غونډو کې د طالب نظامیانو پراخ حضور د شنونکو په اند د هغه سختدریځي کنټرول بېلګه ده چې دا ډله یې په ادبي محفلونو کې هم پلي کوي. 

د طالبانو په ملاتړ د شعر ویل

بل لور ته په دې مراسمو کې د طالبانو یو شمېر ملاتړو شاعرانو د دې ډلې ستاینه وکړه، له ۲۰ کلنې جګړې یې دفاع کوله او همدا راز یې د افغانستان د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر خلاف یې د طالبانو د بریدونو ستاینه وکړه. دا شعرونه د طالبانو د ځایي چارواکو له لوري له هرکلي او هڅونې سره مخامخ شول او دا په عین مهال کې د دې ډلې تر حاکمیت لاندې د فرهنګي فضا دوه ګوني‌توب هم ښود. 

په دې مراسمو کې له ماشومانو څخه د تبلیغاتي ابزارو او ترانو د ویلو لپاره استفاده وشوه. د دې مراسمو په یوه برخه کې یوې وړې نجلۍ د پخواني حکومت او لوېدیځو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د جګړې په ستاینه کې شعر ووایه؛ هغه چې طالبانو او ملاتړو یې پراخ هرکلی وکړ. په داسې حال کې چې هغې شعر وایه، دوه نور ماشومان چې د طالبانو نظامي جامې ته ورته لباس یې اغوستی و او واقعي وسلو ته ورته پلاستیکي وسلې ورسره وې، د هغې تر څنګ د «ساتونکو» په څېر ولاړ وو. 

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له ماشومانو د تبلیغاتي اهدافو لپاره استفاده کوي. د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال واک ته د دې ډلې له رسېدو راهیسې د طالبانو له رسمي او غیر رسمي غونډو څخه په ځلونو داسې انځورونه خپاره شوي چې ماشومانو پکې نمایشي نظامي لباس اغوستی وي او نمایشي نظامي تجهیزات ورسره وي. دا چلند اصلا د هغې تګلارې دوام دی چې طالبانو له پخواني حکومت سره د جګړې پرمهال تعقیبوله؛ هغه وخت دې ډلې نوي کم عمره ځوانان د ځانمرګو بریدګرو په توګه کارول.

نارنج ګل مشاعره کې د طالبانو په ملاتړ له ماشومانو ګټه اخیستل/ خواله رسنۍ

له شعر او ترانې د ابزارو په توګه استفاده 

د طالبانو حکومت هغو شعرونو او ترانو ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د دې ډلې، د هغې د مشرانو او د افغانستان له پخواني حکومت او د هغه له لوېدیځو متحدینو سره د ۲۰ کلنې جګړې په ستاینه کې ویل شوي وي. طالبان له دې لارې غواړي چې د خپلو ملاتړو ترمنځ مشروعیت تر لاسه کړي او همدا راز د خپلو ایډیولوژیکو موخو لپاره له فرهنګي ابزارو کار اخلي. 

له همدې وجې د طالبانو حکومت د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون تجهیزات او امکانات د دې ډلې ترانه ویونکو ته په اختیار کې ورکړي دي، ترڅو د طالبانو په ستاینه کې په لوړ کیفیت ترانې ووایي او خپرې یې کړي. دا په داسې حال کې چې طالبان موسیقي او سندرې ویل «حرام» بولي او د تېرو دریو لسیزو پرمهال د موسیقۍ پر ځای بې موسیقۍ ترانې خپروي.  

د طالبانو د دوو لسیزو جګړې پرمهال دې ډلې د خپلو جنګیالیو د روحیې لوړ ساتلو لپاره له ترانو د جهاد د تبلیغ او انګیزې د ورکولو په توګه کار اخیست. کومې ترانې چې هغه وخت تولید شوې او خپرې شوې دي، اوس هم د دې ډلې د پلویانو ترمنځ اورېدل کېږي. د دې ترانو محتوا تر ډېره حده د جګړې، جهاد، د طالبانو د مشرانو ستاینه او د دوی ایډیولوژیک شعارونه دي. 

واک ته په رسېدو سره دې ډلې هڅه کړې چې د مشاعرو او ادبي غونډو په ګډون له کلتوري محفلونو هم د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده وکړي. د رسمي مشاعرې په ډېری برنامو کې ډېری هغه شعرونه چې د طالبانو او یا یې هم د رهبرانو په ستاینه کې ویل شوي وي، د افغانستان د ملي راډیو ټلویزیون او له دې ډلې سره د تړلو ټولنیزو رسنیو له لارې په انتخابي توګه خپرېږي. 

دا سیاست په حقیقت کې یوه هڅه ده چې غواړي د طالبانو د حاکمیت لپاره د مطلوب روایت په چوکاټ کې فرهنګ او ادبیات مهندسي کړي؛ په دې روایت کې هڅه کېږي چې له دودیزو هنري قالبونو لکه ترانو او شعر څخه په استفادې د طالبانو او د هغوی د جنګ ستاینه د «فرهنګي هویت» په توګه معرفي کړي. دا په داسې حال کې ده، چې هر ډول انتقاد یا هم متفاوته محتوا له سانسور او یا هم فشار سره مخامخ ده. 

د تېرو درې نیمو کلونو پرمهال واک ته د طالبانو له بیا ځلې رسېدو سره ډېری شاعران، لیکوالان او فرهنګیان اړ شوي چې هیواد خوشې کړي. طالبانو پر فرهنګي او ادبي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي او د فرهنګیانو یې لپاره یې فضا تنګه کړې ده؛ د ډېری شنونکو په اند دا فضا د دې لامل شوې چې د هیواد فرهنګي څیرې په بې سارې توګه هیواد خوشي کړي او دا بهیر لاهم روان دی. 

دا اختناق یوازې عامو خلکو ته نه دی متوجې، بلکې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له پرېکړو سره له مخالفت کولو بې برخې دي. د دې وضعیت یوه ښه بېلګه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی دی. ده د تېر کال د جدې میاشتې پر ۲۹مه د نجونو پر زده کړو پر لګېدلي بندیز په ډاګه نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا بندیز هیڅ ډول شرعي توجیه نه لري» او دا یې د افغانستان د ۲۰ میلیونه ښځو د حقونو نقض وباله. 

خو، د دې څرګندونو پایلې تر تمې زیاتې سختې وې. ستانکزی د انتقاد تر کولو وروسته اړ شو چې افغانستان پرېږدي او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي، ترڅو ملا هبت الله ته د وفادارو ځواکونو له لوري له احتمالي نیولو وژغورل شي. 

دا بېلګه ښیي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د افغانستان سیاسي فضا تر کومې کچې تړلې او د دې ډلې خپلمنځي څېرو ته هم د تحمل وړ نه ده؛ هغه خپلواک روڼ اندي او شاعران چې یوازینی ابزار یې ژبه او فکر دی، هغوی خو په دې محاسبه کې هیڅ شامل نه دي.