Photo: sent to Etilaatroz

ننګرهار او لغمان کې د شاتو مچیو ۵۰ سلنه فارمونه له منځه تللي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د شاتو مچیو یو شمېر روزونکي وايي، چې په دې وروستیو څو کلونو کې یې کاروبار د بېلابېلو ستونزو له امله زیانمن شوی او همدا لامل دی چې په دغه ولایتونو کې د شاتو مچیو ۵۰ سلنه فارمونه له‌منځه تللي او پاتې نور یې هم د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د ننګرهار په خېوې یا کوز کونړ ولسوالۍ کې د شاتو مچیو یو فارم‌لرونکی محمد رسول چې له تېرو لسو کلونو راهیسې یې د شاتو مچیو فارمونه جوړ کړي، وایي که څه هم په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ساتلو ته د خلکو پاملرنه زیات شوې، خو په خبره یې چې د کرنې او مالدارۍ ریاست ورسره هېڅ ډول همکاري نه کوي.

نوموړی وایي، وچکالی، د افتونو شتون، د شاتو معیاري تصفیې تخنیکي وسایلو نشتون او له پاکستان څخه وارد شوي شات هغه ستونزې دي، چې د مچیو ساتونکي یې اندښمن کړي او دغه صنعت مخ په ورکېدو دی.

د نوموړي په خبره هر کال یې د بېلابېلو لاملونه له امله مچۍ مړې کېږي او یوازې سږکال ژمي کې یې د سختې سړې هوا او بادونو له امله نږدې ۱۸۸ صندوقه مچۍ مړې شوې دي.

محمد رسول زیاته کړه: «د شاتو مچیو کاروبار اوسمهال بیخي له سقوط سره مخ دی، ځکه د پخوا په شان له فارم لرونکو سره د درملو او نورو اړینو وسایلو په برخه کې مرسته نه کېږي.»

مومن خان چې د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او نه یوازې په دغه ولایت، بلکې په کونړ او لغمان او نورستان ولایتونو کې هم د شاتو مچیو د ساتنې او روزلو فارمونه لري، وايي د شاتو مچیو د ساتلو لګښت ډېر دی خو تولیدات یې د پخوا په څېر نه دي او له همدې کبله د زیاتره مچیو فارمونه تړل شوي دي.

د هغه په وینا، د شاتو مچیو د فارمونو په زیانمنېدو سره لسګونه کسان هم وزګاره شوي او دې چارې د شاتو مچیو پر کاروبار هم اغېز کړی دی.

مومن خان وویل: «څه ډول چې لازمه ده دلته د شاتو مچیو لپاره ځنګلونه نشته، دغه راز زیاتره وخت مچۍ په مختلفو ناروغیو اخته کېږي چې له امله یې مچۍ مړې کېږي او زیان یې فارم لرونکي ته رسیږي د کرنې ریاست هم څه ډول چې لازمه ده همکاري نه کوي.»

هغه ټینګار کوي، چې د کرنې ریاست باید نه یوازې دغه ولایت ته د مچیو درمل راوړي، بلکې په مسلکي روزنه کې یې هم همکاري ورسره وکړي.

په ورته مهال لغمان کې د شاتو مچیو یو بل روزونکی مسعود وايي، که حکومت یې د شاتو مچیو د روزنې په برخه کې لاسنیوی وکړي، نو په دغه ولایت کې به د مچیو روزنې صنعت لاپراخ شي.

هغه شکایت کوي چې د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست یې تر اوسه هېڅ پوښتنه هم نه‌ده کړې، خو دوی هڅه کوي دا صنعت ژوندی وساتي.

مسعود زیاتوي: «هو! په لغمان کې هم د شاتو مچیو روزونکو سخت مالي تاوانونه کړي، ځکه مچۍ ډیر کله په یخنۍ او ګرمۍ کې مړې کېږي او دغه راز کرنې ریاست هم ورسره د مسلکي کسانو د روزلو او درملو برخه کې هېڅ همکاري نه کوي؛ نو زیاتره فارم لرونکي مجبور شوي چې فارمونه بند کړي.»

ورته مهال ننګرهار کې د کرنې ریاست مسوولین هم مني چې دغه ولايت کې د شاتو مچيو فارمونو کې کموالی راغلی، خو وايي چې د شاتو مچیو فارمونه په دومره کچه له منځه نه دي تللي، څومره چې فارم لرونکي یې ادعا کوي.

د دغه ولایت د کرنې ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وایي، چې د فارمونو د زیاتېدو او دغه راز د شاتو مچیو د روزونکو سره د مالي مرستې او په دې برخه کې د ظرفیت لوړونې لپاره يې هڅې پیل کړي دي.

سبحاني زیاته کړه:«د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې یو شمېر د شاتو مچیو فارم لرونکي د سږکال طوفانونه، باران، ږلۍ او نور افتونو له امله زیانمن شوي؛ خو مونږ هڅه کې یو چې د شاتو مچیو فارمونه لازیات شي او په دې برخه کې مسلکي کسان وروزل شي څو په راتلوونکو کلونو کې د شاتو حاصلات هم ډیر وي او دا صنعت لا پرمختګ وکړي.»

بلخوا د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو د نشراتو مسوول محمد سردار زیار وایي، هڅه کوي چې د فارمونو د کارکوونکو د وړتیا لوړونې برخه کې به همکاري ورسره وکړي.

د هغه په خبره، په لغمان کې دا مهال ۱۰۵ د شاتو مچیو فارمونه فعالیت کوي چې تر ډېره پورې په مرکز مهترلام ښار، علینګار، علیشنګ، دولت شاه او قرغیو ولسوالیو کې دي او په وینا یې اوس ګڼ‌شمېر خلکو د مچیو ساتلو ته مخه کړې ده.