د نورستان ځایي اوسیدونکي وایي، د خلکو په منځ کې د پولیو ویروس په تړاو د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله د هر کمپاین پر مهال زرګونه ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې کېږي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي شریف الله امین وایي، چې دا کمپاین نن (شنبه، ۴ د لیندۍ) پېل او اووه ورځې به دوام وکړي.
کونړ کې د طالبانو روغتیايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد آباد او ولسوالیو کې د پولیو ضد کمپاین پېل شوی، چې له مخې به یې ۲ سوه زره له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي او د وېټامین اې کپسول ورکړل شي.
پر ايکس خواله رسنۍ د «فري پوليو افغانستان» پاڼې چې د پوليو واکسين په تړاو عامه پوهاوی ورکوي، ليکلي چې تر اوسه په ننګرهار پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي او دا وضعيت د افغانستان او په ځانګړي توګه د ختيځ زون لپاره «ډېر ګواښونکی دی».
محمد نبي دغه راز وايي: «زه خپله د پولیو واکسین رضا کار یم، هو داسې ډېرې کورنۍ دي، چې له پولیو واکسین څخه ډېره ډډه کوي او حتی مونږ ته اخطار راکوي، چې بل ځل رانشئ.»
ارزګان کې د واکسین د بیړنۍ خونې مسوول ډاکټر بخت محمد مصطفی وویل، چې دغه کمپاین نن (دوشنبه، ۶ د لیندۍ) د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پېل او درې ورځې به دوام وکړي.
په دغه ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس سيداحمد سعيدي وایي، دغه موټرسایکل د ۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پیرل شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۴ د لړم) واکسیناتورانو ته وسپارل شول.
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی نظير وويل، چې د پکتيکا په اومنه، برمل، تروه، وړممۍ او ځينو نورو ولسواليو کې د ډيری سيمو خلک له دې امله ماشومان نه واکسينوي چې د عمر په تېرېدو شوخ او يا هم بې لارې کيږي.
اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ۲۲...
روغتیایي چارواکي اندیښنه لري او وایي، چې په ختيځ کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.